نړۍ

په مسکو کې د کنسرت په تالار کې د برید له کبله د مړو شمېر ۶۰ تنو ته ورسېده

روسي رسنیو خبر ورکړی، چې په مسکو کې پر یوه تالار د داعش د تېرې شپې په برید کې د وژل شویو کسانو شمېر ۶۰ تنو ته لوړ شوی او ۱۴۵ نور ټپیان دي.

همدارنګه رویټرز راپور ورکړی چې، ډاکټرانو ویلي چې د ۶۰ ټپیانو روغتیايي وضعیت «د اندیښنې وړ» دی.

تېره شپه د داعش وسله والو یوې ډلې د کنسرت پر تالار برید وکړ او پر ملکي وګړو یې ډزې پیل کړې. دا ډله د دې بريد په تاييدولو سره ادعا کوي چې د دوى کسانو د تالار په بريد کې سل تنه وژلي دي.

له بلې خوا رویټرز خبري آژانس د یوه امریکايي چارواکي له قوله ویلي، چې امریکا داسې معلومات لري، چې د داعش له خوا د دغه برید مسوولیت تاییدوي. دې چارواکي ویلي دي چې، واشنګټن په وروستیو اونیو کې مسکو ته د احتمالي برید په اړه خبرداری ورکړی وو.

دې چارواکي د نوم د نه ښودلو سره وویل: «موږ روسانو ته په سمه توګه خبرداری ورکړ».

د «کروکس» ښار پر تالار برید د نړۍ د هېوادونو له پراخو غبرګونونو سره مخ شو.