افغانستان

په ۱۴۰۲کال کې د افغانستان سپورتي پیښې

تېر کال د افغانستان ورزشکارانو لپاره له بریاوو ډک کال و. د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د لومړي ځل لپاره د آسیایي ملتونو کپ سیالیو ته لاره پیدا کړه.

د هېواد نورو ورزشکارانو هم د افغانستان لپاره مډالونه راوړل.

افغانستان په تېر کال کې د ورزش په بېلابېلو برخو کې د لسګونو سیالیو د ترسره کېدو شاهد و.

د فوټبال، کرېکټ، فوټسال، والیبال، بزکشي څخه نیولې تر سوک وهنې، تکواندو، سکی، کشتی، دنښي ویشتل په غېسي سره ، او بایسکل ځغلولو، د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې په لومړنیو لوبو کې له دریو لوبو څخه ۷ نمرې وګټلې او ۲۰۲۴ کال ته یې لاره پیدا کړه. دآسيایي ملتونو کپ دلومړي ځل لپاره لار پیدا کړه.

ملي لوبډلې سعودي عربستان ته ۲-۳ ماتې ورکړه. دوی د اندونیزیا پر وړاندې ۷-۷ مساوي پای ته ورسېدل. او د مکائو، ټیم هم د ۱۸پر۲ په پایله کې مخکې و.

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې د ۲۰۲۶ کال نړیوال کپ او ۲۰۲۷ اسیايي هېوادونو کپ سیالیو ۲-۰ ماتې ورکړه.

د هېواد ملي لوبډلې په دویم پړاو کې د قطر او کویټ پر وړاندې دوه بهر لوبې بایللې او بیرته ستنېدونکي لوبې به د روان کال د زمري په میاشت کې ترسره شي.

د هېواد د کرکټ ملي لوبډله د دې سیالیو د دریمې لوبې لپاره چې ټاکل شوې ده د روان فصل په دویمه نیمایي کې د هند پر وړاندې ترسره شي، چمتووالی نیسي.

تېر کال هم د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لپاره له بریاوو ډک کال و. د هېواد د کرکټ ملي لوبډلې په شل اوریزو لوبو کې پاکستان ته ماتې ورکړه.

د هېواد د کرکټ ملي لوبډله نن هم وتوانېده چې د کرکټ په نړيوال کپ کې د لومړي ځل لپاره د انګلستان او پاکستان پياوړو لوبډلو ته ماتې ورکړي.

افغانستان په نورو ورزشي برخو کې هم لاسته راوړنې درلودې. محسن رضايي د تکواندو په برخه کې، محمد خالد هوتک او نصرت حبیبي، د ووشو په برخه کې او سلطان حسین بایقرا د کوریش په برخه کې د چین په آسیایي لوبو کې د برونزو مډالونه وګټل.

افغان تکواندو لوبغاړي د ایران او سویلي کوریا له نړیوالو لوبو او همدارنګه د پاکستان د تکواندو پرانیستو لوبو څخه په پوره لاس راستانه شول.

د افغانستان دپارا تکواندو ملي لوبغاړي ابراهیم دانش هم د پاراتکواندو په سیالیو کې د برونزو مډال وګاټه او په چین کې یې د ۲۰۲۴ کال پاریس المپیک سیالیو ته لاره پیدا کړه.

په همدې حال کې د افغانستان د بایسکل ځغلونې ټیم په تایلنډ کې د آسیا په زړه پورې سیالیو کې ښه وځلید.

د هېواد د ملي لوبغاړو په سیالیو کې ونشو کړای چې یو ځای هم وګټي، خو په دې وتوانید چې د نیوزیلنډ، سعودي عربستان، فیلیپین او متحده عربي اماراتو پیاوړو لوبډلو ته ماتې ورکړي.

له دې ټولو سره سره په پام کې ده چې د هېواد ورزشکاران په راتلونکي کال کې هم لوبې او سیالۍ ولري. راځئ وګورو چې دوی به څومره لوبې وګټي او څه به یې پریږ