Uncategorized @ps نړۍ

استرالیا د « ناسم بشري حقونو وضعیت” له کبله د افغانستان پر وړاندې د کرېکټ لوبه وځنډوله.

د اسټرالیا کرکټ بورډ د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې پر وړاندې د ۲۰ اوریزه کرکټ سیالیو لړۍ چې ټاکل شوې وه په اګست میاشت کې ترسره شي، وځنډوله.

دي سازمان د دي پرېکړې لامل «د طالبانو تر ادارې لاندې په افغانستان کې د ښځو او نجونو دناسم بشري حقونو وضعیت» بللي دي.

ټاکل شوې وه دا لوبې د افغانستان په کوربه توب په متحده عربي اماراتو کې ترسره شي.

دا درېیم ځل دی چې اسټرالیا د افغانستان پر وړاندې د کرکټ په سیالیو کې د طالبانو له واکمنۍ راهیسې ګډون نه کوي.

تر دې مخکې اسټرالیا د ۲۰۲۱ کال د نومبر په میاشت کې ټاکل شوې ټیسټ لوبه (لړم ۱۴۰۰) او درې یو ورځنۍ لوبې چې د تیر کال په مارچ میاشت کې ټاکل شوې وې لغوه کړې وې (حوت۱۴۰۱).

يادو لوبډلو په نړيوالو سياليو کې برخه اخيستې او تېر کال اسټراليا په هند کې د پنځوس اوريزو نړيوال جام په سياليو کې افغانستان ته په ماتې ورکولو سره اتلولي خپله کړه.