ورزش

افغانستان ایرلنډ ته په دریمه شل اوریزه لوبه کې ماتې ورکړه

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې په دریمه او وروستۍ لوبه کې ایرلنډ ته په ۵۷ منډو ماتې ورکړه.

په دې لوبه کې افغانستان د اوو لوبغاړو په سوځېدو ایرلنډ ته د ۱۵۶ منډو هدف وټاکه.

په دې لوبه کې ابراهیم ځدراڼ ۷۲ منډې او محمد اسحاق ۲۷ منډې د افغانستان په بریا کې وکړې.

همدا راز د توپ اچونې په برخه کې د افغانستان غوره لوبغاړی عظمت الله عمرزی په ۴ اورونو کې د ۴ ویکټو په اخیستو او نوین الحق د ۳ ویکټو په اخیستو سره دویم مقام خپل کړ.

دا لوبه د شارجې په کرکټ لوبغالي کې ترسره شوه.

تر دې وړاندې افغانستان په خپله لومړۍ لوبه کې په ۳۸ منډو ماتې خوړلې وه او په دویمه لوبه کې یې ایرلنډ ته په ۱۰ منډو ماتې ورکړې