نړۍ

د آتلانتیک شورا کارپوهان: پاکستان به له خپلو ناسمو اړيکو سره بیا هم طالبانو ته لومړیتوب ورکوي

د اتلانتیک شورا کارپوهانو د خوست او پکتیکا ولایتونو په ځینو برخو کې د پاکستاني ځواکونو وروستیو هوايي بریدونو ته په اشارې سره ویلي دي چې د افغانستان طالبانو له چلند سره د اسلام آباد د صبر کاسه پای ته رسېدلې ده.

په یوه نوي شننه کې چې د دې شورا د ویب پاڼې له خوا خپره شوې، یاد کارپوهان وايي: امکان نه لري چې له افغانستان سره د پاکستان اړیکې ژر او دوامداره ښي شي.

شننه وايي، چې پاکستان به نور له ترهګریزو ډلو سره د سولې د ناکامو خبرو پالیسي تعقیب نه کړي.

په دي تحليل کښې د پاکستان د ولسمشر آصف علي زرداري هغه څرګندونې چې د دي هېواد د پوځ د دوو افسرانو د جنازې په مراسمو کي وې ويل: «پاکستان پرېکړه کړې ده چې هر څوک به زمونږ پولو، کورونو او يا هېواد ته ننوځي. ترهګریز بریدونه ترسره کړئ، موږ به یې کلک ځواب ورکړو»، د پاکستان د حکومت د مخالفو وسله والو په وړاندې د پاکستان «قاطع پریکړې» ته ښکارندويي کوي.

د آتلانتیک شورا کارپوهان وايي چې پاکستان احتمال لري هڅه وکړي چې افغانستان طالبان دې ته اړ کړي چې د «ترهګرو ډلو پر وړاندې اقدام وکړي» چې د دوی تر کنټرول لاندې افغانستان کې د دې هیواد پر ضد عملیات کوي.

په دې تحليل کې ويل شوي چې د خوست او پکتيکا ولايتونو پر ځينو سيمو د پاکستان له خوا د وروستيو جګړو او د هوايي بريدونو وروستۍ لړۍ د دي هېواد د بنسټونو او افغانستان طالبانو ترمنځ د تاوتريخوالي بل فصل دى.

دا کارپوهان دا هم وايي، چې ېاد جنجالونه پر دې ټینګار کوي، چې له تمې سره سره؛ خو طالبان په بشپړه توګه د پاکستان تر ولکې لاندې نه دي راغلي. سربیره پردې، دا کړکیچونه د پاکستاني طالبانو د تحريک (ټي ټي پي) په فعالیتونو کې د نفوذ کولو لپاره د طالبانو کمزوروالي په ګوته کوي.

د آتلانتیک شورا کارپوهانو ویلي دي چې د دواړو خواوو د شخړو او انتقامي بریدونو سره سره؛ مګر د «بشپړ کچې»شخړې ګمان کم دی.

دي کارپوهانو دا هم ویلي، چې له طالبانو سره په اړیکو کې له کړکېچ سره سره؛ د هند په وړاندې د خپلو ستراتیژیکو ګټو په پام کې نیولو سره، پاکستان به طالبان «لومړیتوب» ورکړي او دوی په سیمه کې د خپلو ګټو د ساتلو لپاره د هیواد غوره انتخاب وګڼي.