نړۍ

د «ډیورنډ کرښې» په اوږدو کې د پاکستان «پوځي مرکزونه» په نښه شول

د طالبانو د دفاع وزارت وايي، د دوی سرحدي ځواکونو د خوست او پکتیکا پر ځینو سیمو د پاکستان د هوايي بریدونو په ځواب کې د« ډیورنډ کرښې» په اوږدو کې د هېواد پوځي« مرکزونه» په توپچي بریدونو سره په نښه کړي دي.

د دي وزارت په خبرپاڼه کې د پاکستاني ځواکونو له لوري د دوشنبې ورځې بریدونه «د افغانستان په خاورې تیري» بلل شوې ده.

د طالبانو د دفاع وزارت هم ویلي چې د دوی ځواکونه چمتو دي چې هر ډول «یرغلګریز» کړنو ته ځواب ورکړي.

تر دې مخکې طالبانو په یوه خبرپاڼه کې ویلي وو چې په خوست او پکتیکا کې د پاکستاني ځواکونو په هوايي بریدونو کې د دریو ماشومانو او پنځو ښځو په ګډون اته تنه وژل شوي دي.

دطالبانو اعلامیې پر بنسټ، د پکتیکا ولایت په برمل ولسوالۍ خوست په سپېرې ولسوالۍ ترسره شوي ده

تر دې مخکې پاکستاني رسنیو ویلي وو چې په دي بریدونو کې دپاکستاني طالبانو د تحريک یو قومندان عبدالله شاه هم په نښه شوی وه

خو له دي بريدونو وروسته د ټي ټي پي قوماندان په يوه ويډيو کې ويلي و چې په شمالي وزيرستان کې ژوندی دی او د ده پر ضد يې دا توتيه بې اساسه ګڼلي ده.

په داسې حال کې چې د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړي استازي پرون وویل چې د پاکستاني طالبانو د تحريک غړي له هند څخه د طالبانو د چارواکو له لارې پیسې ترلاسه کوي
نوموړي د خپلو خبرو په دوام زیاته کړه چې دا مهال د پاکستاني طالبانو د تحريک له ۵ تر ۶ زرو غړی په افغانستان کې دي او که د دوی د کورنیو غړو ته پام وکړو نو شمېر یې ۷۰ زرو تنو ته رسیږي.

په عین حال کې، د پاکستان ولسمشر آصف علي زرداري په یوه ویډیو کې ویلي چې د آمو د خپرولو وخت نه تاییده وي، چې هیواد د هغو کسانو لپاره «جدي ځواب» ته ورکوي چي ترهګریز بریدونه ترسره کوي، له هغو ترهګرو څخه به « غچ »واخلي