Uncategorized @ps نړۍ

طالبان وايي، د پاکستاني پوځ په هوايي برید کې اته ملکي وګړي وژل شوي دي

طالبانو د پکتیکا ولایت په برمل ولسوالۍ او د خوست پر ځینو سیمو د پاکستاني ځواکونو د تېرې شپې د هوايي بریدونو په غبرګون کې ویلي، چې په دي بریدونو کې د ۳ ماشومانو او ۵ ښځو په ګډون ۸ تنه وژل شوي دي.

په دې اعلاميه کې طالبانو ددي برید په غندلو سره دا « یو ناسم کار او د افغانستان له خاورې تیری» بللې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي دي چې دا بریدونه نن ماسپښین شاوخوا ۳ بجې د خوست ولایت د سپېرې ولسوالۍ او د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ په مربوطاتو کې ترسره شوي دي.

د دې اعلامیې پر بنسټ، د پکتیکا ولایت په برمل ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو په هوايي برید کې د ۳ ماشومانو او ۳ ښځو په ګډون ۶ تنه وژل شوي او په ورته وخت کې د خوست په سپېرې ولسوالۍ کې په یوه بل هوايي برید کې ۲ ښځې وژل شوي دي.

تر دې مخکې پاکستاني رسنیو ویلي وو چې په دي بریدونو کې دپاکستاني طالبانو د تحريک یو قومندان عبدالله شاه هم په نښه شوی وه.

د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې عبدالله شاه دا مهال په پاکستان کې دی.

د پاکستان حکومت په وار وار د طالبانو رژیم د ټي ټي پي په ملاتړ تورن کړی دی.

په داسې حال کې چې د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړي استازي پرون وویل چې د پاکستاني طالبانو د تحريک غړي له هند څخه د طالبانو د چارواکو له لارې پیسې ترلاسه کوي.

طالبانو تل ویلي چې د پاکستاني طالبانو د تحريک ملاتړ نه کوي او په دې اعلامیه کې یې زیاته کړې چې د پاکستان ولس او ملکي حکومت باید اجازه ورنکړي چې د دي هېواد د «څو جنرالانو ته د نورو د ګټو پر بنسټ خپلې غلطې تګلارې ترسره کړي. لکه په تیرو شلو کلونو کې».

په عین حال کې، د پاکستان ولسمشر آصف علي زرداري په یوه ویډیو کې ویلي چې د آمو د خپرولو وخت نه تاییده وي، چې هیواد د هغو کسانو لپاره «جدي ځواب» ته ورکوي چي ترهګریز بریدونه ترسره کوي، له هغو ترهګرو څخه به « غچ »واخلي.