نړۍ

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د یوه نوي پرېکړه لیک په تصویبولو سره په افغانستان کې د یوناما ماموریت د یوه بل کال لپاره وغځاوه

په ملګرو ملتونو کې د جاپان دایمي استازي د دې شورا په غونډه کې وویل چې، بشري حقونو او بشر دوستانه وضعیت ته د رسېدو لپاره د یوناما رول تر بل هر وخت ډېر مهم دی او نړیواله ټولنه له طالبانو سره د تعامل او باور جوړولو په لټه کې ده.

خو د امریکا دایمي استازې د ۲۷۲۱ پرېکړه لیک پر عملي کېدو او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي پر ټاکل کېدو ټینګار کوي.

له بلې خوا د روسیې استازې وايي چې، په افغانستان کې د اوسني کړکېچ د هوارېدو لپاره له طالبانو سره له تعامل پرته بله لاره نشته.

له دې سره هم مهاله د چین استازی له طالبانو سره د تعامل دفاع کوي او وايي چې، په افغانستان کې د ترهګرۍ د ګواښ په څېر ننګونې پاتې دي.

په ورته مهال کې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست په افغانستان کې د یوه مشروع او هراړخیز حکومت پر جوړېدو ټینګار کوي.

کازویوکي یامازاکي په ملګرو ملتونو کې د جاپان دایمي استازی داسې وایي:« د یوناما رول د بشري حقونو او بشردوستانه وضعیت په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د وضعیت د خرابېدو په مخنیوي کې تر بل هر وخت ډېر مهم دی. د دې ماموریت شتون اړین دی، ځکه چې موږ نړیواله ټولنه له طالبانو سره د تعامل د ژورولو او د باور جوړولو په لټه کې یو.»

دا غونډه او د امنیت شورا څو وروستۍ غونډې له طالبانو سره د تعامل په اړه د نړۍ د قدرتونو بېل بېل نظرونه څرګندوي.

دلته امریکايي استازې له طالبانو سره د تعامل په اړه خبره نه کوي، بلکې د افغانستان د ټولو سیاسي لوبغاړو او شریکانو ترمنځ د خبرو اترو د آسانتیا د بشري حقونو او د ښځو د آزادۍ بیا رغونه او په ټولنه کې د ښځو معنا لرونکی ګدون د نړیوالې ټولنې د لومړیتوبونو په توګه یادوي.

لیندا توماس ګرینفیلډ په ملګرو ملتونو کې د متحده ایالاتو دایمي استازې په دی اړوند داسې وایي:« د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي په اړه موږ یو ځل بیا له ملګرو ملتونو غواړو چې ۲۷۲۱ پرېکړه لیک په بشپړه توګه پلي کړي: مشورې ترسره کړي او بالاخره یو څوک وټاکي چې؛ له نړیوالې ټولنې، طالبانو او افغانانو سره کار وکړي، د افغانستان خلک د سولې، امنیت او د ثبات لرلو، له بشری حقونو او بنسټیزو آزادیو څخه د برخمنېدو حق لري.»

چین او روسیه د نړۍ دوه نور قدرتونه دي، چې دلته له طالبانو سره د تعامل دفاع کوي او له طالبانو سره د امنیت شورا د ځینو غړو پر چلند نیوکې کوي.

ګنګ شوانګ په ملګرو ملتونو کې د چین د دایمي استازي مرستیال داسې وایي:« موږ خواشیني یو چې، د پرېکړه لیک مسوده له وخت سره سمون نه خوري او په افغانستان کې وروستي پرمختګونه نه منعکسوي، د بهرنیو ځواکونو له وتلو دوه نیم کاله وروسته، افغانستان د باثباته کورني وضعیت، د اقتصادي وضعیت د ښه کېدو او د خلکو معیشت او د سیمه ییزې همکارۍ د دوامدارې پراختیا شاهد دی، په داسې حال کې چې، لاهم د بشري وضعیت، اقتصادي پراختیا او د ترهګریزو خطرونو په برخه کې له جدي ننګونو سره مخ دی.»

آنا اوستیګنیوا په ملګرو ملتونو کې د روسیې د دایمي استازي مرستیاله وایي:« موږ په دې باور یو چې په افغانستان کې د تلپاتې سولې رامنځته کول له یوې معقولې او متوازنې ارزونې او د ملګرو ملتونو تر څارنې لاندې د پراخو ستونزو په اړه له واقعي چارواکو سره له رغنده او عملي ګډون پرته ناشوني ده او د دې لارې لپاره بل هيڅ بدیل شتون نه لري.»

د امنیت شورا په غونډه کې سوېلي کوریا او سلوانیا د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د وضعیت په اړه ډېره اندېښنه ښودلې.

په همدې حال کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست د یوه مشروع او هر اړخیز حکومت پر جوړېدو ټینګار کوي.

نصیر احمد فایق په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست وایي:« راتلونکي ته په کتو، په افغانستان کې د ثبات رامنځته کول او په نړیوال نظام کې د بیا یوځای کېدو لپاره د عدالت، د قانون د حاکمیت او د خلکو د ارادې پر بنسټ یو مشروع، هر اړخیز او منظم حکومتي نظام ته اړتیا ده، چې د افغانانو او نړیوالې ټولنې غوښتنو او اندېښنو ته ځواب ووایي.»

اونډوني بلوکر، په ملګرو ملتونو کې د سلوانیا دایمي استازی مرستیال داسې:« موږ د طالبانو لخوا د پلي شویو تګلارو او کړنو په اړه ژوره اندېښنه لرو چې د بشري حقونو او د ښځو او نجونو د بنسټیزو ازادیو بشپړ برخمنېدل محدودوي. په خواشینۍ سره چې د شورا غړي په پرېکړه لیک کې د دې مسئلې په منعکس کولو کې پاتې راغلي.»

د یوناما د ماموریت په غځولو سره، امنیت شورا د ملګرو ملتونو په بهیر کې د پرمختګ او په نړیواله ټولنه کې د افغانستان د بیا ادغام او د بشري بحران د حل تمه لري.