نړۍ

د پاکستان ځانګړی استازی: ټی ټی پی د «افغانستان د استازو» له لاری له هند څخه پیسې ترلاسه کوی

د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړي استازي آصف علي دراني وايي، اسلام آباد داسې ثبوتونه لري چې؛ د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) د افغانستان استازو له لارې له هند څخه پیسې ترلاسه کوي.

پاکستاني رسنیو د دراني له خولې ویلي، چې دا مهال په افغانستان کې له ۵۰۰۰ څخه تر ۶۰۰۰ پورې د ټی ټي پي ته ورته نظامیانو پټنځایونه شته.

د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړي استازي هم د هېواد د سولې د مطالعاتو د انسټیټیوټ له خوا د «افغانستان د سولې بهیر: د پاکستان ګټې او اختیارونه» تر سرلیک لاندې غونډې ته په وینا کې وویل: «پاکستان د خبرو پر مهال د افغانستان طالبانو ته ویلي چې، دوی باید د تحریک طالبان پاکستان خلع سلاح کړي، د دوی مشران ونیسي او اسلام آباد ته یې وسپاري.»

دراني په دې غونډه کې په خپله وینا کې وویل: «که موږ د دوی (ټي ټي پي) کورنیو ته پام وکړو، د دوی شمیر ۷۰زرو تنو ته رسیږي چې اوس یې په افغانستان کې پناه اخیستې ده.»

د «افغانستان د سولې بهیر: د پاکستان ګټې او اختیارونه» غونډه د پاکستان د سولې انسټیټیوټ د بحثونو د لړۍ دولسمه غونډه ده.

آصف علي دراني په دې غونډه کې ویلي دي چې، ټي ټي پي د پاکستان «سره کرښه» ده او د کابل (طالبان) دا چانس لري چې د ځان لپاره پرېکړه وکړي.

طالبانو په وار وار دا رد کړي چې، د پاکستان تحریک طالبان د دوی تر ادارې لاندې په افغانستان کې پټنځایونه لري او ویلي یې دي چې، دوی یې ملاتړ نه کوي. خو دوی د پاکستان د ځانګړي استازي د دې څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي.