ورزش

راشد خان د ایرلنډ پر وړاندې د ۲۰ اوریزو سیالیو لپاره په ملي لوبډله کې شامل شو

د هیواد کرکټ بورډ د ایرلنډ پر وړاندې د شل اوریزو سیالیو لپاره د ملي لوبډلې د لوبغاړو نوملړ اعلان کړ، چې راشد خان د ټپ له امله له اوږدې وقفې وروسته بیا د ملي لوبډلې د کپتان په توګه وټاکل شو.

کرکټ بورډ په یوه خبرپاڼه کې د ایرلنډ پر وړاندې د شل اوریزو لوبو د لړۍ لپاره د ملي لوبډلې د لوبغاړو نوملړ خپور کړ.

په همدې حال کې افغانستان ایرلنډ ته په دوو یو ورځنیو سیالیو کې ماتې ورکړه.

افغانستان لومړۍ لوبه په ۳۵ منډو وګټله، خو دویمه لوبه د باران له امله وځنډول شوه او د دې سیالیو د لړۍ دریمه لوبه د ۱۱۷ منډو په توپیر د افغانستان په ګټه پرېکړه وشوه.

راشد خان د ملا د جراحي له امله له اوږدې وقفې وروسته د کرکټ په نړیواله لوبډله کې شامل شو.

نوموړی د افغانستان د کرېکټ په بریا کې یو له مهمو لوبغاړو څخه دی، خو د ټپ له امله د ۲۰۲۳ کال د کرېکټ له نړیوال جام څخه بهر پاتې شوی دی.

د هند، سریلانکا پر وړاندې د ملي لوبډلې په لوبو او همدارنګه د ایرلنډ پر وړاندې په یو ورځنیو سیالیو کې د راشد خان نشتوالی د پام وړ احساس شوی وو.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې دغه کپټان د ۲۰ اوریزو لوبو لپاره د مارچ په ۱۵ مه نیټه د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې سره د سیالۍ ډګر ته راوځي.

راشد خان نه یوازې د افغانستان د ملي لوبډلې ځانګړی لوبغاړی دی؛ بلکه، هغه د نړۍ په معتبر لېګونو کې د ستوري په توګه پېژندل کېږي.

نوموړی د اسټرالیا «بیګ باش» لیګ، د هند «ای پي اېل»، ویسټ انډیز «کارابین» لیګ او د نړۍ په ځینو مشهورو لیګونو کې لوبېږي.

د «ګجرات ټایټان» لوبډلې چې راشد خان پکې شامل وو؛ په ۲۰۲۲ کال کې یې د «ای پي اېل» لیګ اتلولي وګټله.

د ملي لوبډلې په نوي ترکیب کې یو بل افغان لوبغاړی مجیب الرحمن ځدراڼ هم شامل شوی دی.
مجیب الرحمن د سریلانکا پر وړاندې د افغانستان د تمریناتو پر مهال ټپي شوی وو.

د ملي لوبډلې د لوبغاړو په نوملړ کې راشد خان (کپتان)، ابراهیم ځدراڼ، رحمان الله ګربز، صدیق اتل، ایجاز احمدزی، اسحاق رحیمي، محمد نبي، ننګیال خروټي، عظمت عمرزی، نوراحمد، مجیب الرحمن، وفادار مومند، فرید ملک، نوین الحق حق اوفضل حق فاروقي شامل دي.