نړۍ

په نوې ډهلي کې له سختو امنیتي تدابیرو سره هم مهال په زرګونو کښتګرو لاريون وکړ

په داسې حال کې چې د هند عمومي ټاکنو ته څه کم څو اوونۍ پاتې دي؛ په زرګونو کښتګرو نن (پنجشنبه) د هند په پلازمېنه نوي ډیلي کې لاریون وکړ او له حکومته یې وغوښتل چې د خپلو کرنیزو محصولاتو بیې یې لوړې کړي.

دا لاريون د «ډيلي چلو» يا «راځئ چې ډيلي ته ځو» پلې تګ کوونکو یوه برخه وه، چې تېره مياشت پيل شوې او موخه يې د کروندګرو د محصولاتو د بيو لوړول وو.

وړاندې تر دې چې دغه لاریون کوونکي نور لاریون ته دوام ورکړي، دوی د پلازمینې شمال ته شاوخوا ۲۰۰ کیلومتره لرې د پولیسو له اوښکې بهونکي ګاز او د اوبو پاشلو له موټرو سره مخ شول.

په نویدا سیمه کې د پولیسو او او لوړ رتبه افسرانو دروند شتون په دې سیمه کې د پراخو لاربندیو لامل شو.