افغانستان

په افغانستان کې د القاعدې د فعالیت په اړه د امریکې ارزونې پوښتنې را ولاړې کړې دي

د متحده ایالاتو د کلني ګواښ ارزونې استخباراتي ادارې په افغانستان کې د القاعده شبکې فعالیتونو بدې پایلې نه دي ارزولې.

مایک والټز د دې ارزونې په اړه د امریکايي استخباراتي چارواکو په غونډه کې وویل:« که څه هم د ملګرو ملتونو راپور په افغانستان کې د القاعدې د روزنې او د وسلو د اډو د جوړولو خبر ورکړی، خو د امریکا د استخباراتو ارزونه القاعده جدي ګواښ نه ګڼي.»

په همدې حال کې د امريکا د ملي استخباراتو رييس وايي: «القاعده د لوېديځ پر ګټو بريد ته لېواله ده، خو د دې کار توان نه لري.»

نوموړي په ​​افغانستان کې د القاعدې د فعالیت په اړه بحث یوې تړلې غونډې ته پرېښود.

په همدې حال کې د استازو جرګې یو شمېر نور غړي هم دا د حیرانتیا وړ نه ګڼي چې، له افغانستانه د امریکا له وتلو سره د ترهګرۍ ګواښ ډېر شوی دی.

د امریکا استخباراتي ادارو د ګواښ کلنۍ ارزونې په افغانستان کې د داعش د خراسان څانګې د فعالیت او د بهرنیو ګټو په نښه کولو لپاره د هغې د امکاناتو په اړه اندیښنې په ګوته کړي؛ خو د القاعدې شبکې فعالیتونه نه.

دلته له سنا وروسته د امریکا د استازو په مجلس کې د امریکا استخباراتي چارواکي د ارزونې په اړه پوښتنې ځوابوي.

مایک والټز د امریکا د استازو جرګې غړی زیاتوي: «د ملګرو ملتونو په راپور کې راغلي چې القاعدې په افغانستان کې ۸ روزنیز مرکزونه جوړ کړي او د هغو ولایتونو نومونه یې په ګوته کړي چې دا مرکزونه په کې جوړ شوي، چې له ډلې یې په پنجشیر کې د مهماتو د یوه ګودام مرکز هم یاد شوی. خو د ګواښونو په اړه زموږ راپور وایي چې القاعده جدي ګواښ نه دی.»

د امريکا د ملي استخباراتو رييس نه غواړي چې په افغانستان کې د القاعدې د فعاليتونو او د هغې د ګواښ په اړه خبرې وکړي، خو وايي چې دا ډله اوس د دې وړتيا نه لري چې لوېديځ په نښه کړي.

اوریل هینز د امریکا د ملي استخباراتو رییس وایي: «موږ فکر کوو چې دوی دې کار د لویدیځ پر ګټو برید ته لېواله دي خو دا وړتیا نه لري.»

په دې غونډه کې د ترهګرۍ د ګواښ د زیاتیدو په اړه هم اندیښنه څرګنده شوې ده‌.

برایان فیټزپاټریک د امریکا د استازو جرګې غړی هم داسې خپلو خبرو ته دوام ورکوي: «رئیس ري ترهګریزو ګواښونو ته اشاره وکړه، چې له افغانستانه زموږ وتلو ته په پام سره جرمني ته د روسیې د نورډ سټریم د ګازو پروژه او له سوېل څخه د دې هیواد پولې زموږ د کمزورتیا ښکارندويي کوي چې، د حیرانتیا خبره نه ده.»

د امریکا د ګواښونو د کلنۍ ارزونې انځور، د امنیت شورا په خپل راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې د داعش له خراسان څانګې نیولې تر القاعدې او د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان د څو ډلو د فعالیتونو په اړه معلومات لري. هغه فعالیتونه چې د سیمې هېوادونه یې له ګواښ سخت اندېښمن کړي دي.

محمد رادمنش یو پوځي کارپوه په دې اړوند داسې وایي: «د القاعدې غړي په هغو مدرسو کې چې دوی په مختلفو ولایتونو کې تاسیس کړي دي د ښوونکو په توګه دنده ترسره کوي، چې د دندو پایله به یې په راتلونکي کې سرخوږی جوړ کړي.»

خو طالبان په افغانستان کې د دې ډلې پراخ او ګواښوونکي فعالیتونه ردوي.
دوی وايي چې داعش په افغانستان کې ځپل شوی او نورې ډلې لکه ټي ټي پي او القاعدې ته د هېڅ هیواد پر ضد د عملیاتو اجازه نه ده ورکړل شوې.