نړۍ

اسرائیلو د غزې د تړانګې ځینې برخې په توپخانې بریدونو سره په نښه کړې دي

اسرائیلو د غزې د تړانګې ځینې برخې په توپخانې بریدونو سره په نښه کړې دي. ۳۵ راکټونه هم د لبنان له سویلي سیمو د اسرائیلو پر لور توغول شوي او تر اوسه د مرګ ژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی.

د یکشنبې په ورځ د اسرائیلو پوځ د غزې تړانګې د مرکز ځینې برخې په توپ خانه یي بریدونو سره په نښه کړې.

په دغو بریدونو کې د ۱۳ تنو د وژل کېدو خبر ورکړل شوی.

د غزې د روغتیا وزارت اعلان کړی چې دې سره په جګړه کې د وژل شویو کسانو شمېر ۳۱ زره ۴۵ تنو او د ټپیانو شمېر ۷۲ زره ۶۵۴ تنو ته رسېدلی دی.

دلته په رفح ښار کې؛ خلک په دې توګه د روژې مبارکې میاشتې هرکلی کوي.

اور لوبه کوي، نڅا کوي، سندرې وايي، او د بې ځایه شویو خلکو ګاونډ یې هم روښانه کړی دی.

نهاد الجاد، په رفح ښار کې فلسطینۍ کډواله وایی: «هیله لرو په راتلونکې روژه کې غزه خپل پخواني حالت ته ستنه شي. هیله لرم په غزه کې ټولې ویجاړۍ او کلابندۍ بدلې شي او ټول په ښه بڼه بیرته راشي.»

د تیرو ورځو په څیر؛ د یکشنبې په ورځ هم له الوتکو د مرستو کڅوړې وغورځول شوې.

دا مرستې کافي نه دي، خو له نشت ډېرې ښه دي.

د امریکا په وینا؛ له هوا د بشردوستانه مرستو لیږلو؛ اختیار ګران او ناکافي دی.

دا په داسې حال کې ده چې د غزې د نفوس یوه لویه برخه له قحطۍ سره مخ ده.

ډاکټرانو خبرداری ورکړی، چې پر بمونو او جګړو سربېره؛ اوس خلکو ته لوږه هم راغلې ده.

ثایر احمد، ډاکټر او د میډګلوبل د مدیره بورډ غړی وایی: «په غزه کې د ژوند ټول اړخونه اغیزمن شوي دي. او ما احساس کړه. د خوړو کمښت شتون لري. اوس هرڅوک اوري چې شاوخوا ۲۰ ماشومان د لوږې او اوبو کمښت له امله مړه شوي دي.»

په ورته وخت غزې ته د بشردوستانه مرستو د لیږلو په موخه د لنډمهاله بندر د جوړولو لومړنۍ لیږدونکې کښتۍ؛ له امریکا د مدیترانې سمندر په لور روانه شوه.

د دغه بندر د جوړولو کار به لږ تر لږه یوه میاشت وخت ونیسي.

تمه ده چې د بشري مرستو لومړۍ کښتۍ نن له قبرس غزې ته ولاړه شي.

اسراییلو ویلي چې له قبرس غزې ته د کښتیو تګ به د اسراییلي پوځ تر څارنې لاندې ترسره کیږي.