سویلي آسیا

شهباز شریف د دوییم ځل لپاره د پاکستان لومړی وزیر شو

د پاکستان پخوانی لومړی وزیر شهباز شریف د دې هیواد د پارلمان له خوا د ۲۰۱ رأیو په ګټلو سره د دوهم ځل لپاره د پاکستان د صدراعظم په توګه وټاکل شو.

د مسلم لېګ ګوند ویاند ویلي دي چې؛ ښاغلی شریف له اړتیا څخه زیاتې رأیي چې ۱۶۹ دي، لاسته راوړې دي.

د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند څخه د شهباز شریف مخالف عمر ایوب ۹۲ رأیي خپلې کړې دي.

ویل شوي چې؛ د رأیو د پایلو اعلان د عمران خان د ګوند د غړو له ګڼو غبرګونونو سره مخ شوی دی.

د پاکستان ټاکنې د روان کال د فبرورۍ په اتمه ترسره شوې؛ خو د عمران خان(چې اوس په زندان کې دی) د پلویانو له خوا د لاريونونو له امله د ټاکنو بهیر له سختو کړکېچونو سره مخامخ شو.