افغانستان

طالبانو په هرات کې اته تنه په درو وهلي

په هرات ولايت کې د طالبانو له خوا اته تنه د دې ولايت د طالبانو د پوځي محکمې په انګړ کې په درو وهل شوي دي.

د طالبانو د سترې محکمې په خبرپاڼه کې راغلي دي چې؛ دغه کسان د « وهلو او بې عزتۍ» په تور نیول شوي دي.

د دې خبرپاڼې له مخې دا اته کسان هر یو شل دُرې وهل شوی او په پینځو میاشتو بند محکوم شوي دي.

په دې خبرپاڼه کې د دې کسانو هویت نه دی څرګند شوی، خو زياته شوې چې؛ د طالبانو د پوځي محکمې له خوا نيول شوي دي.