نړۍ

اروپايي ټولنې د «سمندري آزادۍ» د خوندیتوب لپاره خپل سمندري ماموریت پیل کړ

رویټرز راپور ورکړی چې اروپايي ټولنې د «سمندري آزادۍ» د خوندیتوب لپاره په سره سمندر، باب‌المندب او ځینو نورو سیمو کې خپل سمندري ماموریت پیل کړی دی.

د اروپايي ټولنې دا ماموریت په سره سمندر کې پر سوداګریزو کښتیو د حوثيانو او نورو پوځي ډلو له بریدونو وروسته، پرون (دوشنبې د سلواغې دېرشمه) پيل شو.

د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مسوول جوزپ بورل ویلي: «اروپايي ټولنې په چټکه توګه د سمندري امنیت د خوندیتوب او سمندري آزادۍ لپاره په سمندري ستراتیژیک کوریدور کې غبرګون ښودلی دی.»

د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مسوول وايي ددغه ماموریت په چوکاټ کې، کښتۍ کارول کېږي او له هغې به د احتمالي بریدونو په وړاندې کار اخیستل کېږي.

له دې مخکې، جرمني یوه کوچنۍ بېړۍ له دغه ماموریت سره د یو ځای کېدو لپاره لېږلې او ټاکل شوې فرانسه او ایټالیا هم له دې ماموریت سره یو ځای شي.