افغانستان

د اسلامي همکارۍ سازمان: د «افغانستان د وضعیت» په اړه په ګامبیا کې غونډه جوړېږي

د اسلامي همکارۍ سازمان په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې ټاکل شوې د دغه سازمان په کوربتوب د اسلامي هېوادونو د استازو په ګډون په ګامبیا کې د افغانستان په اړه ناسته ترسره شي.

په دغه خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه سازمان د «بهرنیو چارو وزیرانو شورا» په نوم بله ناسته په کامرون کې ترسره کېږي.

دغه سازمان په یوه خبرپاڼه کې د دوحې ناستې د پای ته رسېدو په اړه ویلي چې د  دې سازمان استازي طارق علي بکهیت ددغې غونډې په څنډه کې د افغانستان لپاره د هېوادونو له یو شمېر ځانګړو استازو سره کتلي دي.

ددې خبرپاڼې له مخې، ددغه سازمان ځانګړي استازي د دوحې په ناسته کې ټینګار کړی چې د افغانستان وضعیت به په ګامبیا او کامرون کې د راتلونکو ناستو د اجنډا په سر کې وي.

د اسلامي همکارۍ سازمان په دې خبرپاڼه کې همداراز له افغانستان او له طالبانو سره د رغنده خبرواترو د ملاتړ په اړه پر خپلې ژمنې ټینګار کړی دی.