افغانستان

د افغانستان د خبریالانو مرکز د «خامه پرس» خبري آژانس خبریال له شرط پرته خوشي کولو غوښتنه وکړه

د افغانستان د خبریالانو مرکز په کابل کې د «خامه پرس» خبري آژانس د مسوول مدیر منصور نېکمل د نیولو په اړه د اندېښنې په څرګندولو ویلي چې دغه بنسټ د نوموړي خبریال له قید و شرط پرته خوشي کېدو غوښتنه کړې ده.

د خامه پرس د امتیاز خاوند خوشنود نبي زاده د افغانستان د خبریالانو مرکز ته ویلي ښاغلی نېکمل د پنجشنبې په ورځ «د یوې ځوانې مېرمنې انځور د خپرولو» له‌امله د یوه کس له خوا چې ځان یې د طالبانو د امربالمعروف وزارت ویاند معرفي کړی و، نیول شوی و» خو له هغې وروسته یې د برخلیک په اړه معلومات نشته. ښاغلي نبي زاده ټینګار کړی: «موږ باور لرو چې نوموړی نیول شوی دی.»

نبي زاده همداراز زیاته کړې چې د طالبانو د امربالمعروف وزارت ویاند دغې رسنۍ ته ویلي چې دې رسنۍ د حجاب موضوع له امله د طالبانو له‌خوا د نجونو د نیولو له لړۍ وروسته په کابل ښار کې د ښځو د حضور د کمښت په اړه د راپور په خپرولو «ددغه وزارت کړنلارې ته بې پامي کړې ده.»

له بلې خوا، د افغانستان د خبریالانو مرکز له طالبانو غوښتي چې قانون ته درناوی وکړي او اجازه ورکړي چې خبریالان د رسنیو قانون پر بنسټ فعالیت وکړي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز په وینا منصور نېکمل له دوو کلونو راهیسې په کابل کې د خامه پرس خصوصي خبري آژانس د مسوول مدیر په توګه دنده ترسره کوي.