نړۍ

اندونیزیا نن ولسمشریزې، پارلماني، ولایتي او سیمه‌ییزې ټاکنې ترسره کوي

د اندونیزیا د ولسمشرۍ ټاکنې د پارلماني، ولایتي او سیمه‌ييزو ټاکنو سره هم‌مهاله نن سهار (چهارشنبه د فبرورۍ ۱۴) په دې هېواد کې پیل شوې.

ټاکل شوې دا ټاکنې د یاد هېواد به ۱۷ حزیرو کې ترسره شي.

په دې هېواد کې ولسمشریزې ټاکنې د اندونیزیا د اوسني دفاع وزیر په ګډون د درېیو نوماندانو ترمنځ د ۲۰۵ میلیون رایې ورکوونکو په ګډون ترسره کېږي.

ټاکل شوې نن ۲۰۵ میلیون تنه د ولسمشریزو، پارلماني، ولایتي او سیمه‌ییزو ټاکنو لپاره د رایو صندقونو ته ولاړ شي.

د دې هېواد په پارلماني، ولایتي او سیمه‌ییزو ټاکنو کې به د ۲۰ زره او ۶۰۰ چوکیو لپاره ۲۵۹ زره نوماندان سیالي وکړي.

په دې منځ کې له ۱۸ سیاسي ګوندونو ۱۰ زره نوماندانو د پارلمان د ۵۸۰ چوکیو د ترلاسه کولو لپاره سیالي پیل کړې.

د اندونیزیا د قانون له مخې د ولسمشرۍ لپاره د یوه نوماند د معرفي کولو لپاره یو ګوند یا ایتلاف باید د پارلمان ۲۰ سلنه چوکۍ په لاس کې ولري.