سویلي آسیا

په پاکستان کې له ټاکنو پنځه ورځې وروسته د ائتلافي حکومت د جوړولو هڅې

د پاکستان د خلکو ګوند به د مسلم لیګ نواز ملاتړ وکړي او عمران خان له خپلواکو نوماندانو چې د پاکستان تحریک انصاف په ملاتړ بریالي شوي دي، غوښتنه کړې چې د حکومت جوړولو لپاره له کوچنیو ګوندونو سره یوځای شي.

د سه شنبې په ورځ د پاکستان په ځینو برخو کې د دغه هېواد د ټاکنو د پایلو پر ضد خلکو اعتراضونه وکړل.

په پاکستان کې له سراسري ټاکنو پنځه ورځې وروسته لا هم د ګوندونو تر منځ د ائتلافي حکومت د جوړولو لپاره سلا مشورې روانې دي.

سیمه ییزو رسنیو راپور ورکړی چې د بلاول بوټو زرداري په مشرۍ د پاکستان د خلکو ګوند د پاکستان د پخواني لومړي وزیر نواز شریف په مشرۍ د مسلم لیګ ګوند ملاتړ کوي، خو په کابینه کې به شتون نه لري.

د پاکستان پخوانی لومړی وزیر عمران خان هم چې دا مهال په زندان کې دی، له هغو خپلواکو نوماندانو چې د پاکستان د تحریک انصاف په ملاتړ بریالي شوي دي غواړي چې له مجلس وحدت مسلمین ګوند سره د حکومت جوړولو لپاره یوځای شی.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان له اقتصادي بحران، سیاسي بې ثباتۍ او د تاوتریخوالي له څپې سره مخامخ دی. هغه ننګونې چې د پاکستان خلک د راتلونکي حکومت څخه تمه لري چې حل یې کړي.

خو، یو شمېر کارپوهان په دې باور دي چې ائتلافي حکومت به ونه شي کړای چې دغه ننګونې هوارې کړي.

سیاسي کارپوه ظفر هلالي وايي: «دوه ننګونې شتون لري؛ لومړی اقتصادي او دویم امنیتي. زما په اند اقتصادي مسئله ډېره مهمه ده، ځکه چې امنیتي ځواکونه او پوځ کولای شي امنیت ته رسېدنه وکړي. خو اقتصادي ستونزه لویه او پراخه ده.»

په همدې حال کې د پاکستان یو شمېر سیاسي ګوندونو دغه ټاکنې له درغلیو ډکې بللي او د پایلو پر ضد یې اعتراض کړی دی.

د عمران خان خور علیمه خان وايي: «ټوله نړۍ پوهېږي چې دلته درغلۍ شوې . نو د حل یوازینۍ لاره دا ده چې د خلکو رایې بېرته واخیستل شي او خلک د خپلو رایو د ترلاسه کولو لپاره سړکونو ته راووځي. دا د عمران پیغام دی.»

د سه شنبې په ورځ د بلوڅستان ایالت په مرکز کوټه ښار کې د ټاکنو د پایلو پر ضد د یوه ګوند له خوا د اعتراض په توګه، پلورنځي او ټرانسپورټي خدمتونه تړل شوي وو.

د ټاکنو یو شمېر نوماندانو هم چې نه دي بریالي شوي په محکمو کې د ټاکنو د پایلو پر ضد عریضې کړې دي.

د لوی ډیموکراتیک ائتلاف ګوند غړی عرفان الله مروت وايي: «موږ په ټاکنو کې د درغلیو او لاسوهنو پر ضد عریضه وړاندې کړې ده. زه هیله لرم چې زما خدای او زموږ قضا به موږ ته عدالت راکړي.»

د پاکستان ټاکنۍ د فبرورۍ په اتمه ترسره شوې. هیڅ ګوند د پاکستان په پارلمان کې اکثریت څوکۍ نه دي ګټلي او اوس دغه ګوندونه هڅه کوي چې ائتلافي حکومت جوړ کړي.

مسلم ليګ نواز او د پاکستان د خلکو ګوند د اکثريت څوکيو په ګټلو کې پاتې راغلي او د پاکستان تحريک انصاف په ملاتړ خپلواکو نوماندانو ٩٣ څوکۍ ګټلي دي.