افغانستان

یوناما: افغانستان کې د بیان ازادۍ او معلوماتو ته د لاس‌رسي له حق څخه ملاتړ کوو

افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د استازولۍ دفتر (یوناما) د «راډیو» نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي له راډیو پرته نړۍ ستونزمنه ده.

روزا اتونبایوا د دې ورځې په مناسبت کابل کې د دوو راډیوګانو له استدیو څخه لیدنه کړې او یوناما د اغلې اوتونبایوا له قوله پر ایکس لیکلي چې «راډیو افغانستان کې په یووالي او پرمختګ» کې مهم رول لري.

اوتونبایوا ویلي: «راډیو د خبر له سرچینې اخوا، په روزنه او عمومي خبرواترو کې له نږدې یوې پېړۍ راهیسې مهم رول لرلی دی.»

یوناما همداراز پر ایکس زیاته کړې چې «د بیان له ازادۍ او معلوماتو ته د لاس‌رسي له حق» څخه ملاتړ کوي.

دغه سازمان ویلي چې اوس په افغانستان کې ۱۵۰ راډیويي شبکې فعالیت لري.

دا په داسې حال کې ده چې واک ته د طالبانو له رسېدو او د دوی له خوا افغانستان کې د بیان ازادۍ او د رسنیو پر فعالیت د محدودیتونو له لګولو وروسته لسګونه راډیوګانو او ټلویزیونونو خپلې خپرونې بندې کړې.