ښځې

په زده‌کړو کې د ښځو او نجونو نړیواله ورځ؛ ملګروملتونو په افغانستان کې پر زده کړو د محدودیتونو د لیرې کولو غوښتنه وکړه

دا ورځ د ملګرو ملتونو لخوا د دې لپاره نومول شوې چې ټولې ښځې او نجونې زده کړې ته لاسرسی ولري.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر زده کړې، ټکنالوژۍ او نوښتونو ته د ښځو او نجونو بشپړ او مساوي لاسرسی د افغانستان د اقتصاد او پرمختګ لپاره مهم بولي او له طالبانو یې د ښوونیزو محدودیتونو د لرې کولو غوښتنه کړې ده.

له بلې خوا، د خوړو نړیوال پروګرام راپور ورکړی چې پر ښځو او نجونو د طالبانو بندیزونه به په افغانستان کې د وضعیت د ښه کېدو لپاره خطرونه رامنځ ته کړي.

ملګري ملتونه وايي چې د “ښځو او نجونو په زده کړه کې” د نړیوالې ورځې د نومولو موخه د هغو ښځو او نجونو پر وړاندې د ننګونو او خنډونو لرې کول دي چې د زده کړو په برخه کې هڅې کوي.

هغه ننګونې چې په افغانستان کې ښځې او نجونې د طالبانو له بیا واک ته رسېدو وروسته ورسره مخ دي او په لسګونو زره ښځې او نجونې له زده کړو او ​​ټکنالوژۍ څخه بې برخي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر پر اېکس ټولنیزه شبکه لیکلي چې د ښځو او نجونو لپاره زده کړې ته بشپړ لاسرسی به د یو هېواد اقتصاد ښه کړي.

یو شمېر نجونې محصلینې وايي، چې د پوهنې په برخه کې د طالبانو د سختو بندیزونو سربېره بیا هم د زده کړو په برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

د مومنې په نوم یوه محصله وايي: «د دې له امله چې موږ د فراغت سند نه درلود، موږ نشو کولی په دولتي کلینیکونو او روغتونونو کې کار وکړو، خو موږ هڅه وکړه او موږ آنلاین زده کړو ته دوام ورکوو، که څه هم آنلاین ټولګي نشي کولی د حضوري درس ځای ونیسي، خو موږ اوس هم هڅه کوو.»

له دې سره هم مهاله، د خوړو نړیوال پروګرام په خپل نوي راپور کې ویلي چې طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست کې له واک تر لاسه کولو وروسته په ښځو او نجونو په ځانګړې توګه د پوهنې په برخه کې ډېر محدودیتونه لګولي دي.

د ملګرو ملتونو د دې ادارې د څېړنو پر بنسټ، د ښځو پر زده کړو او کار د طالبانو محدودیتونه به په افغانستان کې د وضعیت د ښه کېدو لپاره خطرونه رامنځته کړي.

په دغه راپور کې یې د ۷۷ سلنه مرکه کوونکو پر کورنیو د طالبانو د بندیزونو ناوړه اغېزې راپور کړې.

یو شمېر ښځینه فعالانې د ښځو پر وړاندې د طالبانو پر تګلارو نیوکه کوي.

د ښځو د حقونو فعاله صفیه عارفي وايي: «له ټولنې څخه د ښځو د محدودولو او پاکولو په برخه کې يوازې له اتيا څخه زيات فرمانونه صادر شوي دي. افغان ښځو يوازې د خپلو حقونو لپاره اعتراض کړی، خو له جبر، شکنجې او زندانونو سره مخ شوې دي.»

د خوړو د نړیوال پروګرام د راپور په یوه برخه کې پر ښځو او نجونو د طالبانو د کار محدودیتونه هم په ګوته شوي دي.

د دغه راپور د څېړنو پر بنسټ، د کار په برخه کې د طالبانو محدودیتونو پر ښځینه کارګرو او کارکوونکو ناوړه اغېز کړی او دوی خپل عاید یې له لاسه ورکړی دی.

د کابل اوسېدونکې زهرا وايي: «په افغانستان کې وضعیت خراب دی، ښځې کار نه شي کولای، ایران ته لاړو، بېرته یې وشړلو، دلته بېکاري ده، هیله ده چې افغانستان ښه شي.»

تر دې وړاندې هم یو شمېر هغه نجونې او مېرمنې چې له زده کړو بې برخې پاتې شوې ویلي، چې یا په رواني ناروغیو اخته دي او یا هم په زور ودونو ته اړ شوي او ځینې کورنۍ له دغه حالت څخه د خلاصون لپاره له هېواده وتلي دي.