افغانستان

د طالبانو مشر ته نږدې څېرې او د نشه‌يي توکو قاچاق‌کوونکي له چین سره سوداګري پيل کړې

فارن پالیسي په یوه راپور کې لیکلي، د «نشه‌يي توکو سلطان» بشیرنورزي چې د هیرویینو امپراتورۍ یې په افغانستان کې د طالبانو له اوږدې جګړې سره مالي مرسته کړې، اوس یې له چین سره سوداګرۍ ته مخه کړې ده.

بشیر نورزی چې د سیمې او نړۍ په کچه د نشه‌يي توکو یو نامتو قاچاق کوونکی دی؛ له دې مخکې امریکا کې د «دایمي زندان» د تېرولو په حال کې و، چې د طالبانو او متحده ایالاتو ترمنځ د یوه امریکايي یرغمل شوي په بدل کې خوشی شو او د طالبانو تر ولکې لاندې افغانستان ته راستون شو.

طالبانو په ۲۰۲۲ کال کې له تبادلې وروسته د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې د ګلانو په ګېډیو له بشیر نورزي هرکلی وکړ.

د فارن پالیسۍ د راپور له مخې، اوس هغه چین سره سوداګري پیل کړې.

په دې راپور کې راغلي چې بشیر نورزی د طالبانو د مشر هبت الله آخوندزاده نږدې دوست دی او د ګډې او په عین حال کې «ګونګې» پانګونې تړونونه یې له چین سره لاسلیک کړي دي.

فارن پالیسي د سرچینو پر بنسټ په دې راپور کې ویلي، دا تړونونه له «سوداګریزې معاملې» اخوا دي چې د افغانستان په شان بې‌وزله هېواد د پرمختیا لپاره هېڅ کار نه کوي.

راپور کې راغلي چې نورزی له زنداني کېدو مخکې د هرویینو په نړیوال بازار کې د «افغانستان پابلو اسکوبار» په نوم یادېده؛ هغه نوم چې «د کوکایینو کلمبیايي پاچا» تر ۱۹۹۳ کال پورې له دې بازاره ځانته ترلاسه کړی و.

نورزی د ۲۰۲۲ کال په سپتمبر میاشت کې د امریکا د سمندري ځواکونو د غړي مارک فریکس په بدل کې د بایډن دولت د هوکړې له مخې له بنده خوشی شو او طالبانو په هوايي ډګر کې د ګلانو په ګېډیو ترې هرکلی وکړ.