سویلي آسیا

د لومړنیو پایلو له‌مخې تحریک انصاف ګوند د پاکستان په ټاکنو کې له نورو مخکې دی

د پاکستان د ټاکنو کمېسیون اعلان کړی چې د عمران خان په مشرۍ تحریک انصاف او د دې ګوند متحدو نوماندانو د پارلمان ۹۹ چوکۍ ګټلې او تراوسه د دغه هېواد په ټاکنو کې مخکې دی.

په دې توګه، د نوازشریف په مشرۍ مسلم لیګ ګوند ۷۱ او د بلاول بوټو زرداري په مشرۍ د خلکو ګوند ۵۳ چوکۍ ګټلې دي.

پاکستاني رسنیو د رپوټونو له مخې، د رایو ورګولو له پایته رسېدو د ۴۰ ساعتونو په تېرېدو لا هم د ۵۱ چوکیو پایلې نه دي اعلان شوې.

په پاکستان کې ټاکنې په دې هېواد کې د ناامنیو له زیاتوالي او د انتخاباتو په ورځ له امنیتي پېښو سره همهاله ترسره شوې.

له دې مخکې امریکا، بریتانیا او اروپايي ټولنې د پاکستان په ټاکنو کې د بې‌نظمیو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او په دې اړه یې د پلټنو غوښتنه کړې ده.