سویلي آسیا

میلیونونه پاکستانیان نن په ټاکنو کې ګډون کوي

د پاکستان په ټاکنو کې لسګونه ګوندونو او سلګونه نوماندانو د پارلمان د ۲۶۶ چوکیو او د اویا نورې چوکۍ چې د ښځو او لږکیو لپاره په پام کې نیول شوې او همداراز د ۷۴۹ ایالتي چوکیو لپاره سره سیالي کوي.

د دغه هېواد له ۲۴۱ میلیونه نفوس څخه ۱۲۸ میلیونه په ټاکنو کې د ګډون په شرایطو برابر دي.

د نوازشریف مسلم لیګ، د پاکستان تحریک انصاف او د پاکستان د خلکو ګوند، په دغه هېواد کې د ټاکنو اصلي لوري بلل کېږي.

د پاکستان د پخواني لومړي وزیر نواز شریف په مشرۍ مسلم لیګ ګوند ټاکنیزو حوزو ته ۲۶۶ نوماندان وړاندې کړي دي.

نوازشریف تر اوسه درې ځله پاکستان کې واک ته رسېدلی دی؛ خو نه دی بریالی شوی چې یوه دوره هم بشپړه کړي. یو ځل د پوځ، دویم ځل د سترې محکمې او یو ځل هم د پاکستان د ولسمشر له خوا ګوښه شو.

هغه په ۲۰۱۷ کال کې د لومړي وزارت له چوکۍ ګوښه او له خپلې لور مریم نواز سره د فساد په تور پر لس کاله زندان محکوم شول.

۷۴ کلن نوازشریف تېر زېږدیز کال اکټوبر کې له انګلستان څخه پاکستان ستون شو ترڅو واک ته ورسېږي.

ویل کېږي چې نوازشریف دا ځل د پاکستان پوځ ملاتړ له ځان سره لري او واک ته د رسېدو لپاره د هغه لار هواره ده؛ په ځانګړې توګه داسې حال کې چې سیال یې د پاکستان پخوانی لومړی وزیر عمران خان اوس‌مهال په زندان کې دی او ګوند یې د حکومت او پاکستان پوځ له خوا ځپل شوی دی.

د نواز شریف ورور شهباز شریف، د نواز شریف لور مریم نواز او همداراز د پارلمان پخوانی مشر ایاز صدیق او د پاکستان پخوانی د کورنیو چارو وزیر رانا ثناالله د دې ګوند نورې مشهورې څېرې دي چې نوماند شوي دي.

تحریک انصاف ګوند چې د عمران خان له خوا رامنځته شو، اوس یې مشري د ګوهر علي خان پر غاړه ده.

عمران خان په ۲۰۲۲ کال کې د نه اعتماد په رایې د لومړي وزارت له دندې ګوښه شو او تر اوسه یې پروړاندې محکمه کې څه د پاسه ۱۵۰ دوسیې ثبت شوې دي.

خان تېر کال مې میاشت کې ونیول شو چې په ټول پاکستان کې یې ډېر ناارامۍ راوپارولې او وروسته دا چاره د دې لامل شوه چې دا ګوند د پاکستان پوځ له خوا وځپل شي.

لوړپوړي غړي یې اړ شول چې دا ګوند پرېږدي. د ګوند زرګونه غړي ونیول شول او محکمې هم دغه ګوند ته په ټاکنو کې د کرېکټ لرګي له بېلګې د ګتې اخیستو اجازه ورنه‌کړه او اوس یې غړي اړ دي چې به خپلواکه توګه ټاکنو کې ځان نوماند کړي.

عمران خان په تېرو دوو اونیو کې د پټ دیپلوماتیک لیک د افشا دوسیې، د دولتي سوغاتونو د پلور او د غیرشرعي نکاح په تور په ۱۰، ۱۴ او ۷ کاله زندان محکوم شوی دی.

د تحریک انصاف پاکستان ګوند اوسنی مشر ګوهر علي خان، د پاکستان د پارلمان پخوانی رییس اسد قیصر، د تحریک انصاف مرستیال شیر افضل مروت او د پاکستان پخوانی لومړی وزیر شهریار افریدي د نوماندانو له ډلې دي چې د دغه ګوند له خوا یې ملاتړ کېږي.

د بلاول بوټو زرداري په مشرۍ د پاکستان خلکو ګوند هم له ۲۰۰۸ کال وروسته د لومړي ځل لپاره هڅه کوي واک ترلاسه کړي.

د ۳۵ کلن بلاول بوټو کورنۍ له څو لسیزو راهیسې د پاکستان په حکومت کې ښکېله وه. د مور له خوا یې بابا، ذولفقار علي بوټو د پاکستان خلکو ګوند بنسټ اېښوودونکی دی.

مور یې بینظیر بوټو په ۲۰۰۷ کال کې راولپنډي ښار کې د ټاکنیز کمپاین پر مهال ترور شوه او پلار یې اصف علي زرداري د پاکستان پخوانی ولسمشر و.

ملي عوامي ګوند، متحد قومي پاکستان ګوند، جماعت اسلامی ګوند، د مولانا فضل الرحمن په مشرۍ جمعیت علمای پاکستان، پښتونخوا ملي عوامي، بلوچستان عوامي ګوند، د کارګرانو ګوند، د خلق حقونو ګوند او استحکام پاکستان ګوند نور کوچنی ګوندونه دي چې هڅه کوي د ایالتونو په کچه چوکۍ ترلاسه کړي.

له بل لوري، تر اوسه د پاکستان پوځ تل د مهمو پرېکړو په اړه وروستی خبره کړې ده؛ خو تر ډېره د صحنې تر شا.

د پاکستان پوځ قوماندان جنرال عاصم منیر په ټاکنو کې حضور نه لري؛ خو ویل کېږي چې لا هم ډېر نفوذ لري.

د پاکستان پوځ څو ځله په مستقیم ډول د دې هېواد د ملکي حکومت د نسکورولو اقدام کړی دی. وروستی ځل د جنرال پرویز مشرف په مشری د پاکستان پوځ د نواز شریف حکومت په ۱۹۹۹ کال کې نسکور کړ او تر ۲۰۰۸ کال پورې یې واک په لاس کې درلود.

په دې لړ کې د پاکستان د ټاکنو پایلې له اعلان او د پارلمان له جوړېدو وروسته به د پارلمان استازي د دې هېواد راتلونکی لومړی وزیر وټاکي.

که هېڅ یو ګوند د چوکیو اکثریت ترلاسه نه‌کړي، هغه ګوند چې ترټولو زیاتې چوکۍ یې ترلاسه کړې وي، کولای شي یو ایتلافي حکومت جوړ کړي.