سوداګري

د پکتیکا یو شمېر اوسېدونکي د سون توکو بیو له لوړوالي شکایت لري

د پکتیکا یو شمېر اوسېدونکي وايي چې د واورې ورښت او هوا له سړوالي وروسته، په دې ولایت کې د سونتوکو بيې لوړې شوې دي.

دوی وايي، له یوې خوا وزګار دي او له بلې خوا د سون توکو د پېرلو لپاره پیسې نه لري چې له امله یې ماشومان د شپې له خوا په لوږې او سړه هوا کې ویده کیږي.

د پکتیکا اوسېدونکی داد محمد وايي: «د سون‌توکو بیې لوړې شوې دي او د خلکو اقتصاد هم کمزوری دی او په دې سخت ژمي کې د سون او خوراکي توکو د پېرلو وس نه لري.»

د پکتیکا یو بل اوسېدونکی عزیزالله وايي: «کار نشته. دلته ناست یو او ان د اوړو د پېرلو وس هم نه لرو.»

د معلوماتو پر بنسټ اوس‌مهال په پکتیکا کې د یو ټن ډبرو سکرو بیه ۱۳ زره افغانۍ ده.

د سون توکو يو شمېر پلورونکي هم وايي، چې په ټولو ولايتونو کې یې بيې لوړې شوې دي.

د دوى په وينا، پکتيکا ته د دغو توکو د رسېدو لپاره د سړکونو خرابوالى او د مالياتو زياتوالى د سون توکو د بيو د لوړېدو له لاملونو څخه دي.

پکتیکا کې د سون توکو پلورونکی قدم خان وايي: «لومړی خو تر پکتیکا لار اوږده ده او بل دا چې په نورو ولایتونو کې هم د سون توکو بیه لوړه شوې ده. یو ټن لرګي چې واردېږي په عمده ډول ۱۱ زره ۱۲ زره او کله کله هم ۱۳ زره افغانيو ته رسېږي. نو له همدې امله یوه اندازه پیسې پلورونکي د ګټې لپاره پرې زیاتوي.»

دا په داسې حال کې ده، چې د خوړو د نړیوال سازمان د معلوماتو پر بنسټ، په افغانستان کې نږدې ۲۹ میلیونه وګړي کافي خوړو ته لاسرسی نه لري او په ناوړه اقتصادي وضعیت کې دي.

د هېواد یو شمېر اوسېدونکي هم وايي، چې د طالبانو په راتګ سره د پانګونې ځواک کم شوی او له همدې امله د کار زمینه هم کمه شوې ده.