سوداګري ښځې

جوزجان کې له زده‌کړو پاتې یو شمېر نجونو انلاین سوداګرۍ ته مخه کړې ده

په جوزجان کې له زده کړو پاتې یو شمېر نجونې وايي چې د ښوونځیو او پوهنتونونو د تړلو له امله انلاین سوداګرۍ ته مخه کړې.

يو شمېر دغه نجونې وايي، چې له ايران څخه روغتيايي او سينګار توکي واردوي او په جوزجان ولايت کې يې له بازار موندنې وروسته پلوري.

فرشته اماني یوه له دغو نجونو ده او ۲۴ کاله عمر لري. هغه محصله وه او په جوزجان ولایت کې یې په یوه بهرنۍ موسسه کې کار کاوه؛ خو د طالبانو له خوا د کاري او تحصیلي محدودیتونو وروسته په کور کې پاتې شوه.

هغې له شپږو میاشتو راهیسې انلاین سوداګرۍ پیل کړې ده. اغلې اماني وايي له ايران څخه روغتيايي او د سينګار توکي واردوي او په جوزجان کې يې پلوري.

هغه وايي: «د ښوونځیو او پوهنتونونو له تړل کېدو وروسته، ناهیلې وو او له وزګارۍ سره مخ وو. وروسته مو وغوښتل انلاین سوداګري پیل کړو.»

خو دغه سوداګرې نجونې د خرڅلاو د بازار له نشتوالي شکایت کوي.

د دې توکو پلورونکې رقیبه وايي: «طالبانو ښوونځي او پوهنتونونه تړلي دي او موږ انلاین سوداګرۍ ته مخه کړې ده. د خلکو د اقتصاد له کمزورتیا سره یو ځای، زموږ پلور هم کم شوی دی.»

یوه بله نجلۍ ریحانه هم انلاین سوداګري کوي او توکي پلوري، هغه وايي: «له حکومت (طالبانو) زموږ غوښتنه دا ده چې د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیزي؛ ځکه په تېرو دوو کلونو کې له زده‌کړو پاتې یو او غواړو بېرته خپلو ټولګیو ته ستنې شو.»

په جوزجان کې د طالبانو د ښوونیزو او کاري محدودیتونو وروسته، یو شمېر دغو ښځو او نجونو لاسي صنایعو، د پنبې په کروندو کې کار کولو او انلاین سوداګرۍ ته مخه کړې ده.