سیاست

د روسیې له لوري د طالبانو رسمیت پېژندنه؛ هېوادوال وايي طالبان کورنی مشروعیت نه لري

د روسیې له لوري د طالبانو د رسمیت پېژندنې له جنجالي پرېکړې وروسته، د هېواد یو شمېر اوسېدونکي په ځانګړي توګه ښځې وايي چې طالبان کورنۍ مشروعیت نه لري.

د دوی په خبره؛ طالبانو د تېرو شا او خوا څلورو کلونو په ترڅ کې د ولسي مشروعیت پر ځای، یوازې د خلکو ځپلو ته زور ورکړی او اوس دغه بهرنۍ مشروعیت د ټولنې د نیمايي برخې ګوښه کولو ته رسمیت ورکول دي.

ورته مهال، د بشري حقونو د فعالانو ټولنه د طالبانو سخت دریځه سیاستونو ته په اشارې، د روسیې دغه اقدام د ملګرو ملتونو د منشور او د ډيموکراتیکو اصولو ښکاره نقض بولي.

هېوادوال ټینګار کوي، چې طالبانو په تېرو شاوخوا څلورو کلونو کې د خلکو د ملاتړ تر لاسه کولو پر ځای، د ځپلو سیاست ته زور ورکړی او ښځې او نجونې یې له زده‌کړو، کار او ټولنیز حضور څخه محرومې کړې دي.

د کابل یوه اوسېدونکې وايي: «څلور کاله کېږي چې له زده‌کړو او کار څخه محرومې یو. طالبان د خلکو پر وړاندې د حساب ورکولو پر ځای، یواځې ځپل زیات کړي. طالبانو هېڅکله له خلکو مشروعیت نه ‌دی اخیستی. اوس روسیه له دې پرېکړې سره، زموږ د ځپلو سیاست ته رسمیت ورکوي.»

د فراه اوسېدونکی وايي: «په افغانستان کې بشري وضعیت خورا خراب دی. هغه هېوادونه چې له اوسني حکومت سره تعامل کوي یا یې په رسمیت پېژني، باید د افغانستان له اوسني بشري وضعیت څخه سترګې پټې نه کړي.»

له بلې خوا، د بشري حقونو د فعالانو اتحاد چې له مدني فعالانو، حقوق‌پوهانو او د آزادۍ له ملاتړو بنسټونو جوړه ده، د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې د طالبانو د رسمیت پېژندنه د ملګرو ملتونو د منشور، د بشري حقونو د نړیوالې اعلامیې او د غیرنظامیانو، په ځانګړي توګه ښځو او اقلیتونو د ساتنې پر نړیوالو ژمنو ښکاره تېری دی. دا اتحاد خبرداری ورکوي چې هر هغه حکومت چې د زور، ترهې یا ځپلو له لارې واک ته رسېدلی وي، مشروعیت نه ‌لري او د هغه پېژندنه د نړیوالو مسئولیتونو ښکاره نقض ګڼل کېږي.

د بشري حقونو د فعالانو د اتحاد په یوه خبرپاڼه کې ویلي: «هغه حکومت چې د زور، ترهې یا ځپأو له لارې واک ته رسېدلی وي او ټول نړیوال اصول ښکاره نقض کړي، سیاسي او حقوقي مشروعیت نه ‌لري. د نورو هېوادونو له خوا یې رسمي پېژندنه نه یوازې بې‌اساسه ده، بلکې د نړیوالو مسئولیتونو، په ځانګړي توګه د ځورېدلو ملتونو پر وړاندې، ښکاره سرغړونه ده.»

د غبرګونونو په دوام، د بشري حقونو یو شمېر فعالان او شنونکي وایي، په داسې حال کې چې د خلکو، په ځانګړې توګه د ښځو او ماشومانو تر ټولو ابتدایي حقوق په ښکاره توګه تر پښو لاندې کېږي، د روسیې له لوري د طالبانو رسمیت پېژندنه د ډيموکراتیکو اصولو خلاف او له هر ډول نړیوال مشروعیت څخه خالي ده.

د سیاسي چارو شنونکی، نجیب‌الرحمن شمال، وايي: «په تېرو څلورو کلونو کې د افغانستان سرپرست حکومت، چې د خلکو له خوا منل شوی حکومت نه دی او هېڅ ډول مشروعیت نه لري، بالاخره د روسیې له لوري په رسمیت وپېژندل شو. دا کار د ټولو نړیوالو قوانینو، مقرراتو، کنوانسیونونو او د ملګرو ملتونو د منشور، په ځانګړې توګه د بشري حقونو خلاف عمل دی.»

د بشري حقونو فعاله، زحل راد، وايي: «زه فکر نه کوم چې د طالبانو په رسمیت پېژندنه به د افغانستان د خلکو درد دوا کړي. طالبان باید له افغان ولسه خپل مشروعیت ترلاسه کړي.»

روسیه لومړنی هېواد دی چې د طالبانو رژیم په رسمیت پېژني؛ هغه رژیم چې د جزا نړیوالې محکمې، د بشري حقونو د پراخو سرغړونو، جنایتونو، د پخوانیو سرتېرو او دولتي چارواکو د وژنو، د ښځو او د اعتراض کوونکو د ځپلو او د سختو محدودیتونو له امله د دوی د مشر او د سترې محکمې د رییس د نیولو غوښتنه کړې ده.

په داسې حال کې چې نړیواله ټولنه تل د بشري حقونو رعایت د طالبانو د عادي‌کولو لپاره یو اساسي شرط بللی، خو روسیې د دې ټولو راپورونو او سرغړونو خلاف، طالبانو ته مشروعیت ورکړ.