د طالبانو د مالیې وزارت د تعرفې کمېټې د نوې پرېکړې پر بنسټ، د څلورو قلمه وارداتي توکو ګمرکي تعرفې په پام وړ ډول لوړې شوې دي. د دې پرېکړې له مخې، د ځینو توکو ګمرکي تعرفه له ۱۶ سلنه ۳۰ سلنې ته او له ۱۰ سلنه ۲۰ سلنې ته پورته شوې ده.
دغه وزارت په اعلامیه کې ویلي، چې د دې پرېکړې موخه له کورني صنعت څخه ملاتړ او د سوداګرۍ پراختیا ده.
په اعلامیه کې راغلي، چې دغه پرېکړه د طالبانو د زراعت، سوداګرۍ او اقتصاد وزارتونو له چارواکو، او همداراز د طالبانو د رئیسالوزرا د اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر د دفتر له استازي سره په یوه ناسته کې شوې ده.
د دې پرېکړې له مخې:
د ۵ تر ۸ ملي ګول سیخونو ګمرکي تعرفه له ۱۶ سلنې ۳۰ سلنې ته لوړه شوې ده.
د طبیعي پنبي تعرفه له ۳.۵ سلنه ۲۰ سلنې ته پورته شوې ده.
د پمپرز او کوکتس (د ماشومانو د کارونې مواد) ګمرکي تعرفه له ۱۰ سلنه ۲۰ سلنې ته لوړه شوې ده.
د فشار رنګ تعرفه پرته له بدلون، هماغه پخوانۍ ۱۶ سلنه پاتې شوې ده.
همدارنګه د څپلقو تعرفه هم لوړه شوې ده؛ داسې چې د څرمنو څپلقو تعرفه له ۱۰ سلنه ۲۰ سلنې ته، او د پلاسټیکي څپلقو له ۲۰ سلنه ۳۰ سلنې ته پورته شوې ده.
دا پداسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې یو شمېر سوداګر د طالبانو له خوا د مالیاتو او ګمرکي تعرفو د زیاتوالي له امله نیوکې کړې وې.
