د افغانستان د ملي امنیت پخوانی رئیس، معصوم ستانکزی وایي، چې روسیې د طالبانو په رسمیت پېژندلو سره «یوه بله ستره تېروتنه» کړې ده.
هغه وايي، چې دا اقدام د افغانستان د خلکو مشروعو ارمانونو ته زیان رسوي او د هغو نړیوالو ژمنو خلاف دی چې مخکې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا لخوا تصویب شوې وې.
نوموړي په خپل لینکدین صفحه کې لیکلي: «دا ډول ګامونه نه د ترهګرۍ ګواښ له منځه وړي او نه هم د بشري ناورین شدت کموي؛ بلکې، د کورنی مشروعیت له نشتوالي سره، د جیوپولیتیکي کړکېچونو د زیاتېدو خطر لا پیاوړی کوي.»
ښاغلي ستانکزي ټینګار کړی چې طالبان د خپلو نږدې څلور کلونو واکمنۍ پر مهال، د بشري حقونو، د ښځو حقونو رعایت، او د ټولګډونه حکومت جوړولو په برخه کې له خپلو ژمنو پاتې راغلي دي.
له بلې خوا، ښاغلی ستانکزی وايي طالبان نه یوازې له «ترهګرو ډلو» سره خپلې اړیکې ساتلي، بلکې د ښځو پر حقونو یې سخت محدودیتونه لګولي او پراخ بشري حقونه یې تر پښو لاندې کړي دي. همداراز، دوی نه دي توانېدلي یو مشروع او ټولشموله حکومت جوړ کړي.
نوموړي زیاتوي چې د طالبانو دا ناکامۍ د مهاجرت یوه نوې څپه رامنځته کړې او د افغانستان داخلي او بشري بحرانونه یې ژور کړي دي؛ په داسې حال کې چې سیمهییز او نړیوال کړکېچونه هم زیات شوي دي.
ښاغلي ستانکزي دا هم ویلي چې له تېرو پنځو لسیزو راهیسې افغانستان د هغو پرېکړو له امله زیانمن شوی چې نور هېوادونه یې د دې هېواد د برخلیک په اړه کړي. دی وایي، دا تازه اقدام هم د نړيوالو سیاستونو په تصمیم نیونه کې د حساب ورکونې او همغږۍ د نشتوالي یوه بېلګه ده؛ هلته چې پر اصولو ټینګار کېږي، خو په عمل کې له پامه غورځول کېږي او بحرانونه نور هم ژورېږي.
د افغانستان د ملي امنیت پخواني مشر ټینګار کړی چې دوامداره سوله او امنیت یواځې هغه مهال ترلاسه کېدای شي چې یو مسئول، مشروع او ټولشموله حکومت، د خلکو له ملاتړ سره او د اساسي بشري حقونو درناوي پر بنسټ، په افغانستان کې رامنځته شي.
تر دې وړاندې، د روسیې د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی و چې طالبان یې د “د افغانستان اسلامي امارت” په توګه په رسمیت پېژندلي دي.
د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف، د راشاتودي شبکې، سره په تازه څرګندونو کې ویلي چې روسیې د “ترهګرۍ او د مخدره توکو د قاچاق پر ضد ګډې مبارزې” له امله طالبان په رسمیت پېژندلي دي.
کابلوف زیاته کړې: «افغانستان زموږ لپاره ځانګړی اهمیت لري، ځکه پخوا له دغه هېواد نه د ترهګرۍ او نشهيي موادو د قاچاق جدي اندېښنې موجودې وې. اوس چې د طالبانو رژیم هڅې کوي د دې ستونزو پر ضد مبارزه وکړي، له افغانستان (طالبانو) سره نږدې همکاري ضروري ده.»
هغه دا هم ویلي چې د روسیې او افغانستان ترمنځ د اقتصادي اړیکو پراخول هم د طالبانو د رسمیت پېژندلو له دلایلو څخه دي.
خو د روسیې تاس خبري آژانس د کرملین د سرچینو له قوله راپور ورکړی چې ولادیمیر پوتین، د روسیې ولسمشر، دا مهال له طالبانو سره د لیدنې یا مستقیم تماس کوم پلان نه لري، خو مسکو غواړي له افغانستان سره اړیکې په بېلابېلو سطحو پراخې کړي.
د روسیې د ولسمشر ویاند، دیمتري پسکوف، د جمعې په ورځ په یوه خبري غونډه کې تایید کړه چې لا تر اوسه د پوتین او د طالبانو د مشرانو ترمنځ کومه لیدنه یا مستقیمه خبرې نه دي پلان شوې. نوموړي ټینګار وکړ چې اړیکې به د دوه اړخیزو اړیکو په چوکاټ کې او په مختلفو سطحو کې روانې وي.