سوداګري

د کنځلو غوړیو د تولید دودیزه بڼه لا هم په هېواد کې دوام لري

د ساینس او ​​​​ټکنالوژۍ د پرمختګ په زمانه کې، لا هم ناشونې ده چې له ډیری دودیزو کارونو لاس واخیستل شي او له پامه وغورځول شي.

د ډیری تولیدي کارونو له صنعتي کیدو سره سره، لا هم د کنځلو غوړیو د تولید دودیزه بڼه پر خپل ځای ده او خپل مینه‌وال یې له لاسه نه دي ورکړي.

بلخ کې د کنځلو غوړو یو شمېر پلورونکي وايي، چې د دې غوړیو د تولید دودیزې بڼې؛ چې خپل ځانګړی خوند لري، پېرېدونکي ساتلي دي. تر دې چې ان له هېواد بهر هم صادریږي.

بهر ته یې صادرات د دې لامل شوي، چې د يو کيلوګرام کنځلو غوړیو بيه له ۱۸۰ افغانيو څخه ۴۰۰ افغانيو ته لوړه شي.

که نړۍ هر څومره پرمختګ وکړي، خو په دې کوچنۍ خونه او د کار کولو په دې بڼه کې هیڅ بدلون نه راځي.

د کنځلو غوړیو د تولید دودیزه بڼه؛ دلته په مزار ښار کې لا هم دود ده او یو له خورا ګټورو کارونو څخه ګرځېدلی دی. هغه کار چې د مېچنې په تاوولو ترسره کیږي.

ویل کېږي چې په عصري ډول د دې غوړیو تولید خپل ځانګړی خوند کموي، له همدې امله دغه غوړي په کورنیو بازارونو کې ګران او په اسانه د پیدا کېدو وړ نه دي.

د دې غوړیو د تولید په کارخونه کې یو کارکوونکی جمعه ګل وايي: «د کنځلو غوړي ډېر ګټور دي او ټول پوهيږي، خو سږ کال يې بيه ډېره لوړه ده، ځکه د وچکالۍ له امله نه کرل کېږي.
دا غوړي بهر صادریږي. له همدې امله عام خلک نه شي کولای وې‌پېري، ځکه یوه کیلو په ۴۰۰ افغانۍ ده.»

یو بل کارکوونکی منصور وايي: «زموږ خلک هم حق لري چې بیه یې لوړه کړي، ځکه اوبه نشته او وچکالي ده، او زموږ خلکو د کنځلو کرلو ته ډېره مخه کړې ده.»

دا هغه مېچنه ده چې یوازې د څاروي په څرخولو کار کوي.

خو په بلخ کې؛ میچنې د اوښانو په ځواک حرکت کوي.

د مزارشريف اوسېدونکی ‌جلال الدين وايي: «موږ له لسو څخه تر پنځلسو کلونو راهیسې همدا د کنځلو غوړي کاروو، نور غوړي موږ ناروغه کوي، او همدا د کنځلو غوړي هم روغتیا ته ښه دي او هم خوندور دي.»

دا مهال په بلخ کې د کنځلو غوړیو د تولید شاوخوا شل دودیزې کارخونې فعالیت کوي، که څه هم د تولید لپاره یې صنعتي ماشینونه هم شته، خو دغو ماشینونو د کنځلو غوړو ځانګړی خوند تر یوې کچې کم کړی.

له همدې امله، د کنځلو غوړیو د تولید دودیزې کارخونې په خپل ځای دي، او د ساینس او ​​​​ټیکنالوژۍ پرمختګونه نه دي توانیدلي چې د دې میچنې جوړښت بدل کړي او د اوښانو د څرخېدو مخه ونیسي.