افغانستان

سیګار: ملګروملتونو تراوسه لږترلږه ۲،۹ میلیارد ډالر افغانستان ته لېږدولي دي

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړې څارونکې ادارې سیګار لیکلي چې ملګروملتونو په تېرو څه د پاسه دوو کلونو کې لږترلږه ۲،۹ میلیارد ډالره د بشردوستانه مرستو لپاره افغانستان ته لېږدولي دي.

له دې جملې، ۲،۶ میلیارده یې د ۲۰۲۱ کال له اګست (د ۱۴۰۰ زمري) راهیسې د امریکا له خوا ورکړل شوي دي. دا پيسې له ملګروملتونو، نړیوالو خصوصي او نادولتي بنسټونو د ملاتړ په موخه لګول شوې دي.

سینګار ویلي چې له دغو پیسو ۱،۷ میلیارد ډالر د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او ملګروملتونو د نړیوالې پراختیايي ادارې له خوا برابر شوي دي.

سیګار ویلي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او د امریکا د نړیوالې پراختیا ادارې په شان تمویلوونکو ددغو مرستو کره شمېر چې د ملګروملتونو حساب ته ورغلې نه دی په ډاګه کړي.

د سیګار موندنې ښيي چې ملګروملتونه یوازینی بنسټ دی چې په افغانستان کې نغدي تدارکات او د بشردوستانه مرستو د لېږد بهیر ترسره کوي.

په دغه راپور کې راغلي چې د ۲۰۲۱ کال له دسمبر راهیسې، ملګروملتونو له ۴۸ «شخصي او نادولتي سازمانونو، له هغې جملې نړیوال بانک او د آسیا پراختیايي بانک سره د ۱۹ بنسټونو، صندوق او پروګرام لپاره نغدي لېږد پیل کړ.»

د لومړني لېږد له وخته، ملګروملتونو افغانستان ته د لېږد لپاره لږترلږه ۸۰ نغدي پېرل ترسره کړي دي.

دغه بنسټ ویلي چې ملګري ملتونه د نړیوالو حوالو په اجرا کې د ناتوانۍ او د کورنیو پیسو د کمښت له امله دا طریقه خپله کړه.

سیګار وايي چې ملګري ملتونه د امریکا اسعار د نیویارک له فډرال بانک څخه پېري، وروسته له یوه ترانسپورتي شرکت سره کابل ته لېږد لپاره قرارداد کوي.

د سیګار د راپور له مخې، د پیسو له رسېدو سمدستي وروسته د ملګروملتونو کارکوونکي پیسې د افغانستان یوه خصوصي بانک ته چې د ملګروملتونو له خوا کارول کېږي له سپارلو مخکې، ارزوي او شمېرل کېږي او له هغه ځایه بیا نړیوالو خصوصي او بېلابېلو نادولتي بنسټونو ته وېشل کېږي.

سیګار همداراز د اټکل وړ راتلونکي لپاره د نغدي لېږد دوام، د پيسو سپينولو او له نړیوالو بانکي قوانینو سره د یو شان کېدو په ګډون د افغانستان د بانکي سیستم د ښه کېدو هیلو او تمو ته اشاره کړې ده.

د سیګار د راپور پربنسټ، ملګري ملتونه اټکل کوي چې د بشردوستانه مرستو په کمولو به نقدي پېرل کم شي خو په اوسني وخت کې نقدي لېږد افغانستان ته د مرستو رسولو تر ټولو عملي طریقه ده.

سربېره پر دې، د سیګار موندنې ښیي چې دا نقدي بهیرونه په غیرمستقیم ډول د طالبانو په ګټه دي.

د سیګار په راپور کې ویل شوي، کله چې ځایي پیسو یا افغانیو ته بدلېدل اړین وي، خصوصي بانکونه تر ډېره ځایي پیسې د طالبانو تر ادارې لاندې مرکزي بانک څخه ترلاسه کوي چې د طالبانو له لوري د ډالرو د زېرمه کولو لامل کېږي.

سیګار ویلي چې راپور یې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت، د دې هېواد د نړیوالې پراختیایي ادارې او مالیې وزارت له خوا ارزول شوی دی.

سیګار زیاتوي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځواب د افغانستان د بانکي څانګې اړخونه روښانه کړل او د امریکا پر اسعارو د څارنې په اړه یې ډاډ ورکړی دی.

په دې لړ کې، د سیګار د راپور له مخې، د امریکا پراختیايي ادارې هم د بیا کتنې له فرصته ستاینه کړې، په داسې حال کې چې د خزانې وزارت هېڅ رسمي نظر نه دی ورکړی.