سوداګري

په تېرو لسو میاشتو کې د افغانستان صادرات ۱۲۲ میلیارده افغانيو ته رسېدلي

د طالبانو د مالیې وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې په تېرو لسو میاشتو کې افغانستان د ۱۲۲ میلیارده افغانیو (۱،۶ میلیارد ډالر) په ارزښت له هېواده بهر صادرات لرلي دي.

دغه وزارت ویلي چې څه د پاسه ۴۳ میلیارده افغانۍ د مېوې، ۱۶ میلیارده افغانۍ د پنبې او د ۱۷ میلیارده افغانیو په ارزښت د سبزیجاتو په برخه کې صادرات ترسره شوي دي.

د دغه وزارت په وینا، ډېری دا صادرات پاکستان، هند او متحده عربي اماراتو ته ترسره شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د مالیې وزارت شمېرې ښيي چې تېر زېږدیز کال د افغانستان صادرات ۱.۷ میلیارد ډالرو ته رسېدلي وو.

د شمېرو له مخې، په ۲۰۲۱ کال کې د افغانستان صادرات له هېواده بهر ته څه د پاسه یو میلیارد ډالر او په ۲۰۲۲ زېږدیز کال کې ۱.۸ میلیارد ډالر وو.