ښځې

د ښځو حقونو فعالانې: د ښځو او نجونو د نیولو بهیر چټک شوی

Women’s protest in Kabul. File photo.

د ښځو د حقونو د یو شمېر فعالانو موندنې ښيي چې په وروستیو ورځو کې د طالبانو له خوا د دوی د خوښې وړ حجاب د نه مراعتولو له امله د ښځو او نجونو د نیولو لړۍ چټکه شوې ده. دغه مېرمنې وايي چې طالبانو یو شمېر نجونې د سپین ټیکري د اغوستلو په تور هم نیولي دي. او په ځینو پېښو کې، د دې موندنو پر بنسټ، چادري لرونکي میرمنې او نجونې هم پلټل شوي چې لنډې جامې خو به یې نه وي اغوستې.

د ښځو د حقونو یو شمېر نورې فعالانې هم وايي، چې دا نیونې تر ډېره د کابل په خیرخانې، مکروریانو او دشت برچي سیمو کې کېږي. ځینې نجونې آمو ته وایي، چې د نیول کېدو له وېرې یې په کور پاتې کېدل غوره کړي.

که څه هم د طالبانو وياند په رسمي توګه آمو ته د دغو نيولو خبره رد کړې، خو دوه ورځې وړاندې د افغانستان د شيعه علماوو شورا مرستيال محمد اکبري هم دغه نيول تاييد کړل او ويې ويل، چې دا د خلکو او طالبانو د ګټو خلاف کار دى.

د طالبانو له خوا د دوی د خوښې وړ حجاب د نه مراعتولو له امله د ښځو او نجونو د نیولو په اړه د اندېښنو په دوام، اوس د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانې آمو ته وايي چې په دې وروستیو کې د سپین ټیکري د اغوستلو له امله هم نجونې نیول شوې دي.

د دوی په وینا، آن چادري لرونکې میرمنې او نجونې هم پلټل شوي چې لنډې جامې خو به یې نه وې اغوستي.

د ښځو د حقونو فعاله طاهره احمدي وايي: «موږ د دې شاهدان یو چې په دې وروستیو څو ورځو کې افغان ښځې او نجونې په بېلابېلو پلمو د سپین ټیکري د اغوستلو له امله هم نیول شوي دي، حتی د ښځو چادري ګانې لېرې شوي چې وګوري لنډې جامې یې اغوستي که اوږدې.»

د افغان ښځو د یووالي او پیوستون جریان غړې حسینه سروري وايي: «د کابل په مکروریانو، خیرخانې او دشت برچې سیمو کې ښځې او نجونې د بد حجابۍ (د طالبانو د خوښې وړ حجاب نه اغوستو) په پلمه نیول کیږي او نامعلومو ځایونو ته یې لیږدوي.»

د ښځو د حقونو د فعالانو تر څنګ؛ ځينې نجونې هم آمو ته وايي چې په سختو شرايطو کې دي او د نيول کېدو له وېرې په کور کې پاتې کېدل غوره ګڼي.

د کابل یوه اوسېدونکې وايي: «زموږ لپاره ژوند خورا ستونزمن شوی دی، کورنۍ مو ته اجازه نه راکوي چې له کوره ووځو، زه شخصاً له کوره نه وځم، باحجابه او بې حجابه (د طالبانو د ناخوښې حجاب لرونکې) د طالبانو له خوا نیول کېږي. زموږ وېره او ډار زیات دی.»

د طالبانو ویاند تر دې مخکې آمو ته او د دوی د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت په ایکس شبکه کې په یوه یادښت کې دا ډول نیول رد کړي وو.
خو د افغانستان د شیعه علماوو د شورا مرستیال محمد اکبري دوه ورځې وړاندې په پلازمېنه کې په یوه دیني کنفرانس کې دغه نیول تایید کړل او دا یې د خلکو او طالبانو د ګټو خلاف وبلل.

د افغانستان د شیعه علماوو شورا مرستیال محمد اکبري وايي: «په دې وروستیو کې د بې حجابۍ د مخنیوي په نوم داسې کړنې تر سره شوې چې د منلو او توجیه وړ نه دي او د ملت او اسلامي امارت (طالبانو) په ګټه نه دي.»

تر دې وړاندې خپلواکو سرچینو او یو شمېر هېوادوالو آمو ته تایید کړې وه چې طالبانو د کابل په دشت برچې، تایمني او خیرخانې سیمو کې یو شمېر ښځې او نجونې د دوی د خوښې وړ حجاب د نه مراعتولو له امله نیولي دي. له کندز هم د ښځو د حقونو يوې فعالې آمو ته تاييد کړه چې د دغو نيولو لړۍ شمالي ولايتونو ته هم رسېدلې ده.

ملګرو ملتونو هم په خپل وروستي راپور کې په پلازمینه کې دا ډول نیول تایید کړي. د بخښنې نړیوال سازمان د امریکا څانګې هم ویلي چې طالبانو ګڼې ښځې د دوی د خوښې وړ حجاب د نه اغوستلو له امله نیولي دي.