افغانستان

په ټول هېواد کې ۱۲ میلیونه تنو برېښنايي تذکرې ترلاسه کړې دي

د طالبانو تر ادارې لاندې د احصایې او معلوماتو اداره وايي چې دغې ادارې د برېښنايي تذکرو د وېش له پيل راهیسې دوولس میلیونه او ۲۸۸ زره تنو ته برېښنایي تذکرې ورکړې دي.

دغې ادارې ویلي چې اووه میلیونه او ۱۰۸ زره تذکرې نارینه او پنځه میلیونه او ۱۸۰ زره هم ښځو ته صادرې شوې دي.

د دغې ادارې لپاره د طالبانو ویاند محمد حلیم رافیع وايي چې د طالبانو له واکمنېدو راهیسې یې څه د پاسه شپږ میلیونه تذکرې وېشلې دي.

د هغه په وینا په دې موده کې تر ټولو زیاتې تذکرې په کابل، هرات، ننګرهار، بلخ او کندهار ولایتونو کې ورکړ شوې دي.

له بلې خوا، د دغې ادارې د معلوماتو له مخې په میلیونه او ۵۶۷ زره تنو ته په کابل، څه د پاسه ۷۹۶ زره تنو ته په هرات، ۶۴۵ زره تنو ته په ننګرهار، ۵۰۸ زره تنو ته په بلخ او ۳۴۳ زره تنو ته په کندهار کې برېښنايي پېژندپاڼې ورکړ شوې دي.

دغې ادارې د نورو ولایتونو د شمېرو په اړه څه نه دي ویلي خو د طالبانو د احصایې او معلوماتو ادارو په وینا، په ټول هېواد کې د تذکرو د وېش ۷۵ مرکزونه فعال دي.