سوداګري

د بغلان د قند کارخونې بیا خپل فعالیت پیل کړ

د هېواد په شمال کې د بغلان د قند کارخونې یو ځل بیا له څو کلونو وروسته خپل فعالیت پیل کړ.

دغه کارخونه په وروستي ځل له څو کلن ځنډ وروسته د ۱۳۹۲ کال په لیندۍ میاشت کې بیارغول شوې وه او د ورځې په ۵۰ زره کیلوګرامه بورې په تولید سره یې کار پیل کړ. خو په وروستیو کلونو کې ددې کارخونې فعالیت له ځنډ سره مخ شو.

د طالبانو ځايي چارواکو ویلي چې دغې کارخونې شنبې د (سلواغې په اوومه) یو ځل بیا فعالیت پیل کړ او دا ځل به د ورځې سل ټنه (۵۶ زره کیلوګرامه) بوره په دې کارخونه کې پروسس او تولید کړي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر ایکس پاڼه ویلي چې دغې کارخونې به د څه د پاسه زرو تنو لپاره د کاز زمینه برابره کړي.

د بغلان د قند فابریکه د بورې د تولید لپاره د اړتیا وړ چخندر تر ډېره له بغلان ولایت څخه ترلاسه کوي.

د بغلان د قند کارخونې په ۱۳۱۹ کال هجري لمریز کال کې فعالیت پیل کړ او په ۱۳۷۰ هجري لمریز کال کې د خامو موادو د نشتوالي، د چخدرو د کښت د نشتوالي او پرلپسې جګړو له امله یې فعالیت ودرېده.

دا کارخونه په ۱۳۸۳ هجري لمریز کال کې یو ځل بیا خصوصي څانګې ته وسپارل شوه، یو ځل بیا هم د خامو موادو او کافي چخندرو نشتوالی د دې لامل شوی چې خصوصي برخه تصمیم ونیسي ترڅو په ۱۳۹۱ کال کې دا کارخونه دولت ته وسپاري. وروسته ددې کارخونې فعالیت په ۱۳۹۲ کال کې بیا پيل شو خو په وروستیو څو کلونو کې یې فعالیت د تېرو دورو په شان لاملونو بېرته درېدلی و.