ښځې

یو شمېر افغان مېرمنې وايي د طالبانو په پخواني حکومت کې دوی او اوس یې لوڼې له زده کړو بې‌برخې شوې

د طالبانو لخوا د ښوونیزو محدودیتونو لګولو، په افغانستان کې له دوو نسلونو قرباني اخیستې ده.

یو شمېر ښځې وايي، چې د طالبانو په تېره دوره کې دوی له زده کړو بې برخې وې او اوس یې لوڼې له دغه محرومیت سره مخ دي.

رڼا یوه له هغو زرګونو مېرمنو ده، چې وايي، د لومړنۍ واکمنۍ پر مهال طالبانو د دوی د زده کړو د دوام مخه نیولې وه او اوس یې لور هم د زده کړو له حق څخه محرومه شوې ده.

د رڼا لپاره یوه بله عادي ورځ پیل کېږي، د ورځني کورني کارونو سره!
د طالبانو په لومړۍ دوره کې هغه د زده کړې له حق څخه محرومه او ښوونځي ته له تګ څخه پاتې شوه.

هغه محرومیت چې لامل شو هغه خپل ارمانونه هېر کړي او د خپل پاتې عمر لپاره په کور کې پاتې شي.

له زده کړو بې برخې شوې رڼا رها وايي: «لومړۍ دوره چې طالبان راغلل، زه د ښوونځي په دویم ټولګي کې وم او ما ونه شو کولای خپلو زده کړو ته دوام ورکړم. که مثال طالبان په لومړۍ دوره کې نه واى راغلي، نو ما به پوهنتون بشپړ کړى واى.»

اوس دا بندیزونه د هغې له راتلونکي نسل هم قرباني اخلي، هغه نجلۍ چې اوس د خپلې مور له برخلیک سره مخ شوې او د کور په کونج کې د غم په ټغر ناسته ده.

لکه په تیاره کې، چې هيڅ داسې کړکۍ نه وي چې پرمخ یې پرانیستل شي او د روښانه سبا ژمنه وکړي.

د رڼا رها لور دنیا رها وايي: «کله چې طالبان راغلل، زه د ښوونځي په اووم ټولګي کې وم. له هغې ورځې تر اوسه زه ښوونځي ته نه یم تللي. د خپل راتلونکي په اړه ډېره اندېښمنه یم.»

رڼا او د هغې لور د دوو نسلونو یوازینۍ بېلګه نه ده چې د زده کړو له حق څخه بې برخې دي؛ صومعه حکیمي هم یوه بله مور ده چې له ورته برخلیک سره مخ ده د هغې درې لوڼې ښوونځي ته د تګ حق نه لري.

له زده کړو محرومه صوعمه حکیمي وايي: «زما درې لوڼې وې، دوی له ښوونځي پاتې شوې، ښوونځي تړلي دي، زه د دې نجونو د راتلونکي په اړه اندېښمن یم، ښوونځي تړل شوي، زه حیرانه یم چې دا نجونې به څه وکړي.»

اوس، لکه د مور په څېر، لوڼې یې هم د یوه ناڅرګند راتلونکي سره مخ دي چې ټاکل شوې د دې کورنۍ بل نسل به په تیاره کې قربانۍ ته بوځي.

له شپږم ټولګي فارغه شوې یوه نجلۍ وايي: «زه غواړم د ښوونځي اووم ټولګي ته ولاړه شم، طالبان نجونې ښوونځي ته نه پرېږدي، ډېر ارمانونه لرم چې وکيله شم، خلکو ته خدمت وکړم، پيسې وګټم، عدالت ټينګ کړم، خو ښوونځي تړلي دي ډېرې روحي او رواني ناروغۍ راته پیدا شوې دي.»

د دغو میندو او لوڼو ترخې کیسې د افغاني ټولنې د دوو نسلونو یو شان او ګډ داستان دی چې دواړه یې د طالبانو د بندیزونو قرباني شوي دي.

افغانستان په نړۍ کې یوازینی هېواد دی چې نجونې او ښځې پکې د زده کړو له حقه بې برخې دي او ښوونځي او پوهنتون ته د تګ اجازه نه ورکول کېږي.