روغتیا

د هرات په کلیوالو سیمو کې د روغتیايي مرکزونو پر نشتوالي نیوکه

د هرات ولایت د لیرې پرتو سیمو اوسېدونکي د روغتیايي مرکزونو پر نشتوالي نیوکه کوي.

د هېواد دغه اوسېدونکي وايي، چې ماشومان يې ناروغه دي او په ډېرو کليو کې يې د درملنې لپاره کوم مرکز شتون نه لري او اړ دي چې په لوړه بيه خپل ناروغ ماشومان ښارونو ته ولېږدوي.

له بلې خوا، د روغتیا نړیوال سازمان له جاپان سره په همکارۍ یو تړون لاسلیک کړ چې پر بنسټ به یې په افغانستان کې روغتیايي خدمتونه پیاوړي شي.

آمنه د هرات په کشک کهنه ولسوالۍ کې اوسېږي او د هغې یو کلن ماشوم د سړې هوا په پایله کې په سینه و بغل اخته شوی دی.

دغه مېرمن وايي، د دوی په کلي کې روغتيايي مرکز نشته او د خپل ماشوم د درملنې لپاره باید اوږدې لارې مزل کړي.

د بادغیس ولایت یو شمېر اوسېدونکي هم د روغتیايي مرکزونو له نشتوالي نیوکه کوي او ټینګار کوي چې روغتیايي مرکزونو ته د خلکو نه‌لاسرسی دوی له ستونزو سره مخ کړي دي.

دغه اوسېدونکي وايي، په کلي کې کوچنی کلينيک چې شتون لري، ان د عادي ناروغانو درملنه هم نه شي کولای وي او خلک اړ دي چې خپل ناروغ ماشومان ښار ته ولېږدوي.

تازه د روغتيا نړيوال سازمان د جاپان له جايکاه ی سره نږدې د ٧ ميليونو ډالرو په ارزښت يو تړون لاسليک کړ، چې پر بنسټ به يې د افغانستان په بېلابېلو ولايتونو کې روغتيايي خدمات پياوړي شي.

د جاپان د نړيوالې همکارۍ سازمان لوړ پوړی استازى وايي، چې د دې پروژې په پلي کېدو سره به ٧٦ زره کسان له روغتيايي خدمتونو په تېره بيا د ساري ناروغيو د درملنې په برخه کې برخمن شي.

د جاپان د نړیوالې همکارۍ په سازمان کې لوړ پوړی استازی کیوشي آمادا وايي: «زه په ریښتني توکه هیله لرم چې دا پروژه به خلک په ځانګړې توګه میندې، ماشومان او نور روغ وساتي او د هغوی ژوند به د انساني امنیت سره د مرستې لپاره په افغانستان کې خوندي کړي.»

د روغتیا نړیوال سازمان د ۲۰۲۳ میلادي کال د ډسمبر د دمیاشتې راپور ښيي چې په افغانستان کې په یوه کال کې، تر ۲۵۰۰ تنو څخه ډېر کسان د تنفسي ناروغیو له امله مړه شوي چې ډېری یې له پنځو کلونو کم عمره ماشومان دي.