سویلي آسیا

د پاکستانه له هوايي حریمه ۵۰ سلنه الوتنې کمې شوې دي

د ایران او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو په ټلیفوني اړیکه کې اسلام آباد او تهران ته د دواړو هېوادونو سفیرانو د ستنېدو په اړه خبرې اترې وکړې.

د پاکستان د لومړي وزیر دفتر د یوې بیانیې په صادرولو سره ویلي چې د اسلام آباد او تهران ترمنځ سرحدي کړکېچ وروسته، د انوارالحق کاکړ په مشرۍ د دغه هېواد د ملي امنيت کمیټې ناسته ترسره شوه.

له دې سره په یو وخت، ایرانیو رسنیو هم رپوټ ورکړی چې د ملي امنیت شورا همداراز تېره ورځ په دې اړه ددغه هېواد د ولسمشر ابراهیم رییسي په مشرۍ «په دوو بیړنیو ناستو کې» پر پاکستان د توغندويي برید او په سراوان کې پر ځینو هدفونو د دې هېواد د متقابل اقدام اړوند مسایل وڅېړل.

د یو بل پر خاورو د سپاه پاسداران او پاکستان پوځ له توغندويي برید وروسته، د ایران او پاکستان ترمنځ دیپلوماتیکې اړیکې تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلې دي. پاکستان په تهران کې خپل سفیر وروغوښت او اسلام آباد ته یې د ایران سفیر د ورتلو مخنیوی وکړ.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر جلیل عباس جیلاني له خپل ایراني سیال سره په ټلیفوني اړکیه کې ویلي چې هېواد یې په ټولو مسایلو کې د خبرواترو او همکارۍ غوښتونکی دی.

جیلاني وايي: «ځمکنۍ بشپړتیا او واکمنۍ ته درناوی باید ددغو همکاریو بنسټ وي.ِ»

د ایران د بهرنیو چارو وزارت هم ددې غوښتنې په ځواب کې په یوه اعلامیه کې ویلي: «د پاکستان واکمني او ځمکنۍ بشپړتیا په کلکه زموږ د پام وړ ده او د پاکستان په خاوره کې د ترهګرو د مرکزونو له منځه وړلو لپاره د دواړو هېوادونو همکاري اړینه ده.»

له بلې خوا، اکسپریس تربیون راپور ورکړی چې د ایران او پاکستان ترمنځ له وروستي کړکېچ وروسته، د پاکستانه له هوايي حریمه د تېرېدونکو الوتنو شمېر ۵۰ سلنه کم شوی دی.

د دې راپور پر بنسټ، په عادي ورځو کې له کابو ۷۵۰ الوتنو د پنجشنبې په ورځ د پاکستان له فضا یوازې ۴۵۰ الوتکې تېرې شوې دي.

له بلې خوا، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ ویلي چې د دې هېواد له هوايي حریم د کارولو لپاره هېڅ محدودیت نشته.