سوداګري

له شپږو ورځو راهیسې د باروړونکو موټر پرمخ د تورخم لارې تړل کېدل

د تورخم دروازه د شپږمې ورځې لپاره هم د بار وړونکو موټرو پر مخ تړلې پاتې ده.

يو شمېر موټر چلوونکي وايي چې د خوړلو لپاره ډوډۍ نه لري او پيسې يې هم ختمې شوې دي.

دغه موټر چلوونکي د دواړو لورو له چارواکو غواړي چې یوې هوکړې ته ورسېږي څو دغه لار د ټرانزیټ او سوداګریزو موټرو پر مخ پرانیستل شي.

په همدې حال کې سوداګر هم وايي، چې د دغې لارې، تړلې پاتې کېدو له امله دوی ته ډېر زیانونه اوښتي دي. د دوی سبزیانې او میوې خرابې شوې دي.

د ټرانزیټ او سوداګریزو موټرو اوږدې لیکې چې له شپږو ورځو راهیسې بندې پاتي دي او د تورخم له لارې د تېرېدو اجازه نه لري.

دې خوا هم هغه موټر چلوونکي چې د دې لارې د پرانستلو لپاره دقیقې شمېري وايي چې، پیسې یې ختمې شوي دي او د خوړو لپاره لږ څه پیدا کوي.

موټر چلوونکی صادق وايي: «زموږ لپاره ډېرې ستونزې دي، نه اوبه شته او نه هم ډوډۍ، له ډېرو ستونزو سره مخ یو.»

د سبزیو او میوو خرابېدل د دغو موټر چلوونکو او سوداګرو لپاره بله ننګونه ده.

دغه لار د پاکستان له خوا، د دې موټر چلوونکو لپاره د پاسپورټونو او ویزو د لازمي کېدو له امله تړل شوې ده.

یو بل موټر چلوونکی ایاز ګل وايي: «د تورخم په لار کې له موږ څخه ویزه غواړي، او ویزه هم داسې نه ده چې د ګلانو پلورنځي کې پلورل کېږي، او مونږ لاړ شو وې پیرو او ورته وې ښیو. موږ ته دې ووایي چې چېره ویزه ورکوي او تاسو بیا وګورﺉ چې کوم موټر چلوونکی به ویزه ونه لري؟ موږ ټول ویزه اخلو، خو اوس سفارت تړلی دی او وايي چې ویزه راوړه، له کومه ځایه ویزه راوړو؟ د پاسپورټونو ویشل هم بند دي او د هر کس پر پاسپورټ څو کلونه تېر شوي.»

هر ځای چوپتیا خپره ده او موټر چلوونکو د بیا سفر په اړه اندېښمن دي چې څه وخت به لاره ورته پرانیستل شي.

موټر چلوونکی بهرام وايي: «تر اوسه هېڅ څرګنده نه ده چې دا لاره به پرانیستل شي او که نه؟ شپه او ورځ دلته یو، لمونځونه پر وخت نه شو تر سره کولای، اوبه شتون نه لري او له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان یو.»

د تورخم دې خوا ته د پاکستان د ټرانسپورټ ټولنې لاریون پیل کړی او د دې لارې د ژر تر ژره پرانیستو غوښتوونکي دي.

د پاکستان د ترانسپورت ټولنې یو مسوول وایي: «له دواړو هېوادونو غواړو چې د پاسپورټ او ویزې ستونزه په ارامه او پرته له کومې ستونزې حل کړي، څو د غریبو وګړو دا ستونزه حل شي.»

د سوداګرۍ او صنایعو خونې شمېرې ښيي چې تر دې دمه د تورخم دروازې دواړو غاړو ته درې زره کانټینرونه چې افغاني مالونه لېږدوي بند پاتې دي او د تېرېدو اجازه نه ورکول کېږي.