افغانستان

ګلثوم؛ هغه نجلۍ چې د خپلو وروڼو د ژوندي پاتې کېدو لپاره وپلورل شوه

اته کلنه ګلثوم چې کورنۍ یې د بېوزلۍ له امله پلورلې ده.

د هرات ښار په یوه څنډه شهرک سبز کې یو شمېر کورنیو خپلې کم عمره لوڼې پلورلې دي، هغه ښارګوټی چې د بادغیس او فراه ولایتونو اته زره بېځایه شوي پکې ژوند کوي.

دغه کورنۍ آمو ټلوېزيون ته وايي، چې د لوږې او بېوزلۍ له امله په دغه ښارګوټي کې د کم عمره نجونو خرڅلاو مخ په زیاتېدو دی.

په دې ښارګوټي کې يو شمېر کورنيو خپلې کم عمره لوڼې واده کړې دي.

ظاهراً بېوزلي او لوږه د دې لامل شوې چې په دغه ښارګوټي کې یو شمېر کورنۍ خپلې لوڼې وپلوري. هغوی تر ډېره هغه نجونې پلوري چې کم عمر لري.

د شهرک سبز اوسېدونکې خاور وايي: «خپله ١١ کلنه لور مو په څلور لکه ورکړه، څه نه لرو، لوږه او بېوزلي ده. هېڅ نشته، یوه کلنه لور لرم، هغه مې هم وپلورله، ځکه څه نشته، که سهار ډوډۍ وي؛ ماښام یې نه لرو.»

سمیرا هم د هرات د شهرک سبز اوسېدونکې ده، چې په دې اړه وايي: «موږ په دې ښارګوټي کې اوسېږو، زموږ په څېر کورنۍ شته چې خپل ماشومان د لوږې او ناچارۍ له امله ترڅو نور ماشومان یې مړه نه شي بل چا ته ورکوي، موږ هم خپل ماشوم د لوږې له امله بل چا ته ورکړ.»

د سمیرا کورنۍ چې وايي، یوه لور یې د بېوزلۍ له امله پلورلې. هغه وايي د خپلې کورنۍ د مالي اړتیاوو د پوره کولو لپاره یې د خپلې لور له پلورلو پرته بله لار نه لرله.

ګلثوم اته کلنه ده. کورنۍ یې هغه د جوند بادغیس ولسوالۍ یوې کورنۍ ته د ۶۰۰ زره افغانیو په بدل کې ورکړه.

ګلثوم وايي چې پلار يې د خپلو وروڼو د نس مړولو لپاره واده کړې ده. د خپل ځان په شان له یوه تنکي هلک سره.

یوه ماشومه ګلثوم وايي: «زما نوم ګلثوم دی، زه اوه کلنه یم، د خوړلو لپاره مو څه نه درلودل، وروڼه مې وږي دي، پلار مې بوډا دی، زه یې د ۶۰۰ زره افغانیو په بدل کې وپلورلم.»

اته کلنه ګلثوم چې کورنۍ یې د بېوزلۍ له امله پلورلې ده. هغه هلک چې د واده لپاره ورکړل شوې، هم اته کلن دی.

ظاهراً په دغه ښارګوټي کې نجونې د خپلو کورنیو د بېوزلۍ قربانيانې دي.

دلته د یو کال نجونې هم پلورل شوې دي. د دغو کورنيو په وينا، د خپلو لوڼو د خرڅلاو بيه د هغوى پر بنسټ ټاکي.

د ګلثوم مور وايي، که څه هم خپله لور یې د پیسو په بدل کې پلورلې ده، خو د خپلې لور د واده په اړه اندېښمنه ​​ده.

ټاکل شوې چې ګلثوم له دې ښارګوټي څخه ډېر ژر بادغیس ته ولېږدول شي. او هغې کورنۍ ته یې ورکړي چې دوی ان ورسره پېژندګلوي نه لري.

هغه وایي: «زه یوه اووه کلنه لور لرم، هغه مو د ۶۰۰ زره افغانیو په بدل کې ورکړه، زه شپږ نور ماشومان هم لرم. خاوند مې بوډا دی او د کار کولو وس نه لري، موږ خپله لور د بېوزلۍ او بې‌وسۍ له امله په شپږ لکه افغانۍ ورکړه.»

د هرات په «شهرک سبز» کې یوه کورنۍ. ډېری دغه کورنۍ خپل ماشومان د لوږې او بېوزلۍ له امله پلوري.

تازه، واشنګټن پوسټ هم په یوه راپور کې ویلي چې د هرات په شهرک سبز کې ۱۱۸ نجونې د خپلو کورنیو له خوا پلورل شوې دي. د دغه راپور پر بنسټ، ۱۱۶ نورې کورنۍ هم د خپلو لوڼو لپاره د پېرودونکو په تمه دي.

د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام وروستۍ شمېرې ښيي چې ۸۵ سلنه افغانان د بېوزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي.

دا کورنۍ په داسې حال کې د طالبانو تر ولکې لاندې افغانستان کې خپلې لوڼې پلوري، چې طالبان د ۲۰۲۱ کال په پای کې واک ته له ورسېدو سره ویلي وو، نجونې باید د ملکیت په توګه ونه‌ګڼل شي او باید واده ته خپله رضایت ولري.