نړۍ

د ملګروملتونو خبرداری: په غزه کې کابو ۴۰۰ زره وګړي له قحطۍ سره مخ دي

د اسراییلو او حماس جنګیالیو ترمنځ جګړې له پیله ۱۰۲ ورځې تېرېږي. ملګرو ملتونو ویلي چې په غزې په تړانګه کې بشري وضعیت ډیر خراب دی او د غزې ټول وګړي له لوږې سره مخ دي.

د دوشنبې په ورځ د بشردوستانه چارو لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال او د دغه سازمان د مرستو د څانګې مشر مارتین ګریفتس ویلي چې د غزې په تړانګه کې شاوخوا ۴۰۰ زره کسان عملاً له قحطۍ سره لاس و ګرېوان دي.

خلک هم وايي چې دوی په سختۍ سره د خوړلو لپاره یو څه پیدا کوي او د سمندر له اوبو د څښلو لپاره ګټه اخلي.

بې ځایه شوی فلسطینی یوسف ابو اسحاق وايي: «زموږ کور بمبار شو او پرته له دې چې موږ له ځانه سره څه راوړو وتښتېدو. موږ خواړه، ډوډۍ او کمپلې ته اړتیا لرو.»

له بلې خوا، اردن ویلي چې اسراییل د فلسطین خلکو ته د بشري مرستو د رسولو په لاره کې لوی خنډ دی.

ملګرو ملتونو هم تل ویلي چې دغه هېواد د غزې تړانګې په شمال کې خلکو ته د مرستو د رسولو مخه نیسي.

په همدې حال کې د غزې د تړانګې په ځینو برخو کې د اسراییلو سخت بریدونه لا هم دوام لري او هره شیبه د تلفاتو شمیر زیاتیږي. د غزې د روغتیا وزارت په خبره تر اوسه ۶۴ زره فلسطینیان وژل شوي دي.

دې سړي خپل ماشوم له لاسه ورکړی او د دې له امله ترې بخښنه غواړي چې ونه توانېد ساتنه یې وکړي.

د غزې یو اوسیدونکی ظاهر وايي: «د تل په څیر، یې د ښوونځي په دروازه کې لوبې کولې. په بایسکلونو سپرېدل. د ښوونځي په دروازه کې ودرېدل او په یوه راکټ ولګېدل.»

حماس د سه شنبې په ورځ هم پر اسرایلو د راکټونو باران وکړ، چې ډیری یې د اسرایلو د اوسپنې گنبد لخوا په نښه او شنډ شول. دا راکټونه چې د نَتیووت په ښار ولګیدل؛ تلفات یې نه لرل.

دا په داسې حال کې ده چې د اسراییلو جګړې په سیمه کې کړکېچ زیات کړی دی.

په سور سمندر کې، متحده ایالات او بریتانیا د یمن له حوثیانو سره ډزې تبادله کوي، او د دوشنبې په ورځ، ایران اعلان وکړ چې په سوریه کې یې د ایران اړوند د سپاه پاسداران پر پوستو د اسراییلو د وروستیو بریدونو په ځواب کې یې د اسراییلو د “جاسوسۍ یو مرکز” په نښه کړی.