نړۍ

د خوړو نړیوال پروګرام خبرداری: سوډان له یوه «انساني ناورین» سره مخ دی

د خوړو نړیوال پروګرام خبرداری ورکوي، چې سوډان کې له ۹ میاشتې نښتې وروسته، اوس دا هېواد له یوه «انساني ناورین» سره چې پر ملکي وګړو یې ناوړه اغېزې لرلې، مخ دی.

دغه سازمان پر ایکس لیکلي، چې پر ملکي وګړو اغېزې «ورانوونکې» وې او نږدې ۱۸ میلیون تنه له «سختې لوږې» سره مخ دي. همداراز کابو ۷.۵ میلیون تنه نور د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي.

د خوړو نړیوال پروګرام همدارنګه زیانمنو ته د دې سازمان د مرستې رسولو بهیر پر دوام ټینګار لري او زیاتوي: «موږ بیړنی ملاتړ هر ځای چې شونې وي، وړاندې کوو.»

په دې لړ کې دغه بنسټ همدارنګه ټینګار کوي، چې جګړه باید زیانمنو ته د مرستې رسولو په موخه ژرترژره ودرول شي.

د راپورونو له مخې، د سوډان د پوځ او چټک غبرګون ځواکونو ترمنځ ۹ میاشتینۍ جګړې تر اوسه ۷ میلیون تنه بېځایه کړي دي.