نړۍ

امریکا: واشنګټن له یمن سره د نښتې په لټه کې نه دی

په یمن کې د حوثیانو پر مرکزونو د امریکا او بریتانیا له توغندیو او هوايي بریدونو وروسته، د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي ویلي چې «واشکنټن له یمن سره د نښتې په لټه کې نه دی.»

هغه له یوې امریکايي رسنۍ سره په مرکه کې زیاته کړې چې د سومالیا په سواحلو کې د امریکا د دوو سمندري پوځیانو بې‌درکه کېدل په یمن کې د امریکا او بریتانیا په برید پورې تړاو نه لري.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند همداراز ویلي: «هېڅوک له هوثي جنګیالیو سره د نښتې غوښتونکي نه دي او موږ هېڅکله له یمن سره د نښتې په لټه کې نه یوو.»

کربي د امریکا د سمندري ځواکونو د دوو غړو په اړه چې ادعا شوې د سومالیا په سواحلو کې بې درکه شوي د سي‌بي‌اس شبکې د نطاق د پوښتنې په ځواب کې، وویل: «د سمندري ځواکونو د دوو غړو د موندلو لپاره پلتنه روانه ده او هیله من یو چې نوي معلومات ترلاسه کړو، روښانه ده چې موږ دا موضوع په ځیرتیا څارو.»

په تېرو څو ورځو کې امریکا او بریتانیا د یمن په بېلابېلو ښارونو کې د حوثیانو پر مرکزونو کابو اویا هوايي بریدونه کړي دي.  

د سپينې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند همداراز په غزه کې د اسراییلو بریدونو د زیاتوالي په اړه، سیمې ته د بایډن حکومت د بهرنیو چارو د وزیر انتوني بلینکن وروستي سفر ته په اشارې سره ویلي چې دوی له اسراییلیانو سره «د عملیاتو د کمولو» په اړه خبرې کړې دي.

د کربي په وینا، په اوسني وخت کې اسراییلو خپل یو شمېر ځواکونه له غزې تړانګې ایستلي او لږ پر هوايي بریدونو تکیه لري؛ خو په تېرو څلرویشتو ساعتونو کې د غزې جګړې په اړه رپوټونو کې ویل شوي چې په غزه کې له درېیو ورځو راهیسې ارتباطي او انټرنیټي خدمات پرې شوي چې دا چاره د دې لامل شوې؛ په دې جګړه کې زیانمنو وګړو ته د امبولانسونو خدمات له ستونزو سره مخ شي.