نړۍ

اسراییلو د خان‌یونس په مرکز او سویل کې خپلو بریدونو ته زور ورکړی

د خان یونس په مرکز او سویل کې د اسراییلي پوځیانو او حماس جنګیالیو ترمنځ سخته جګړه دوام لري اسراییلو درانه هوايي بریدونه کړي دي.

لکه څنګه چې لیدل کیږي، دې جګړې ملکي خلکو ته د بې ځایه کیدو او د خپلو عزیزانو له مړو پرته بل څه نه دي ورکړي.

د رفع اوسېدونکی باسم عرفه وايي: «ټول په کور کې د ډوډۍ خوړلو پر مهال مړ شول. دا ماشوم مړ شو؛ په داسې حال کې چې وږی و، د ډوډۍ خوړلو پر مهال چې یوه مړۍ ډوډۍ یې خوړله، د جرمونو نړیواله محکمه چیرته ده چې وګوري دا ماشومان څنګه وژل کېږي.»

د غزې د روغتیا وزارت ویلي چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د غزې په تړانګه کې ۱۳۵ تنه فلسطینیان وژل شوي او ۳۱۲ تنه نور ټپیان شوي دي.

په لویدیځه غاړه کې د اسرائیلي پوځیانو عملیات هم دوام لري. اسرائیلو په تېرو میاشتو کې له دغه ښاره شاوخوا نهه زره کسان نیولي او سلګونه کسان یې وژلي دي.

دې خوا د سور سمندرګي په څنډه کې، تاوتریخوالی لا هم مخ په ډیریدو دی.
ایران، ترکیې، روسیې او چین د یمن په خاوره کې د حوثي یاغیانو پر مرکزونو د امریکا او بریتانیا په بریدونو سخته نیوکه کړې.

خو واشنګټن او لندن دواړو هېوادونو د خپل کار دفاع کړې او دا یې له نړیوالو قوانینو سره سم ګڼلی.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیره لینډا توماس ګرینفیلډ وايي: «د دې بریدونو موخه په سور سمندرګي او عدن خلیج کې پر کښتیو او سوداګریزو کښتیو د حوثیانو د بې باکانه بریدونو د دوام د وړتیاوو ګډوډول او کمول وو. لکه څنګه چې تاسو زما له برتانوي همکار واوریدل، دا بریدونه اړین او متناسب وو.»

خو حوثي یاغیانو ویلي چې دوی به د اسراییلو پر کښتیو بریدونو ته دوام ورکړي.

له بلې خوا، په صنعا کې د جګړې یو شمېر مخالفینو په یمن کې د امریکا او بریتانیا د بریدونو پر ضد لاریون وکړ او په غزه کې یې د اوربند غوښتنه وکړه.

تېره ورځ په هاګ محکمه کې سویلي افریقا اسراییل په غزه کې په نسل وژنې تورن کړ، خو اسراییلو دا تورونه رد کړل او دا یې «تور» وباله.
په همدې حال کې د اسراییلو او حماس ترمنځ د جګړې له پیله ۹۹ ورځې تېریږي.

د فلسطین د روغتیا وزارت په وینا، تراوسه په غزې تړانګه کې ۲۳ زره ۸۴۳ تنه وژل شوي او ۶۰ زره ۳۱۷ نور ټپیان شوي دي.