نړۍ

د لاهې نړیوالې محکمې په غزه کې د نسل‌وژنې تورونو څېړل پيل کړل

په داسې حال کې چې په غزه کې د اسرائیلو او حماس تر منځ جګړه روانه ده، د عدالت نړیوالې محکمې چې د ملګرو ملتونو له سترو محکمو څخه ده، نن په غزه کې د اسرائیلو پر ضد د نسل وژنې د تورونو څېړنه پیل کړه.

دغه تورونه د سویلي افریقا له خوا د اسرائیلو پر ضد په دې محکمه کې ثبت شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په تازه پېښه کې د رفح پولې ته څېرمه د اسرائیلو په پوځي هوايي برید کې د غزې شپږ اوسېدونکي وژل شوي دي.

د ملګرو ملتونو د عدالت نړیوالې محکمې د پنجشنبې په ورځ ناسته کې د هغې قضیې په اړه رسېدنه پیل کړه چې سویلي افریقا په غزه کې اسراٸیل په نسل وژنې تورن کړی او په غزه کې د اسراٸیلو د بریدونو د بېړني ځنډ غوښتنه کوي.

دا محکمه به د جمعې په ورځ د دې تورونو په اړه د اسراٸیلو ځواب وڅیړي.
تمه کیږي چې د دې میاشتې په وروستیو کې د بیړني اقدام په اړه پرېکړه وشي.

د سویلي افریقا په ستره محکمه کې وکیله عادله حسیم وايي: «سویلي افریقا ادعا کوي چې اسراٸیل د نسل وژنې د کنوانسیون له دویمې مادې څخه سرغړونه کړې او داسې کارونه یې کړي چې د نسل وژنې تر تعریف لاندې راځي. دا کړنې د چلند یو سیستماتیکه نمونه ده چې له هغې څخه د نسل وژنې اټکل کیدای شي.»

کارپوهانو ویلي چې په غزه کې د اسرايیلو د نسل وژنې د څېړلو بهیر کېدای شي کلونه وخت ونیسي. اسراییل د نسل‌وژنې تورونه رد کړي دي.

د سویلي افریقا په ستره محکمه کې وکیل تمبیکا نگوکایتوبي وایي: «سویلي افریقا یوازې نه ده چې په غزه کې د فلسطینیانو په وړاندې د اسراٸیلو د نسل وژنې کړنې یې پام اړوي. د ملګرو ملتونو ١٥ ځانګړو راپور ورکوونکو او د ملګرو ملتونو د کاري ډلو ۲۱ غړو خبرداری ورکړی هغه څه چې په غزه کې پېښېږي د نسل وژنې د رامنځته کیدو او د اشغال لاندې د فلسطیني ولس د ختمولو ښکاره اراده ښيي. اسرائیل په غزه کې د فلسطینیانو نسل وژنې اراده لري.»

سویلي افریقا او اسراٸیل دواړه د ١٩٤٨ نسل وژنې کنوانسیون غړي دي، چې هغوی د نسل وژنې د مخنیوي لپاره مکلفیت ته د نه ژمنتیا له امله مجازات کوي.

دا تړون نسل وژنه داسې تعریفوي: «هغه عملونه چې د یو ملي، قومي، نژادي یا مذهبي ډلې بشپړه یا جزيي توګه د ختمولو په نیت ترسره کیږي.»

دا په داسې حال کې ده چې د غزې په جګړه کې د تلفاتو شمېر څه باندې ۲۳ زره تنو ته رسېدلی چې نژدې نیمايي یې ماشومان دي. په اسراٸیلو کې د دې جګړې تلفات ١۲۰۰ تنه ویل شوي دي.