سویلي آسیا

په پاکستان کې د پولیسو پر یوه مرکز په وسله وال برید کې څلور تنه ووژل شول

د پاکستان د خیبرپښتونخوا ایالت په کوهاټ ولسوالۍ کې د پولیسو پر یوه مرکز د ناپېژانده وسله والو په برید کې لږترلږه څلور تنه ووژل شول.

پاکستاني رسنیو رپوټ ورکړی چې دا برید تېره شپه ناوخته ددې ولسوالۍ په لویه لاره شوی دی.

د رپوټونو له مخې، په قربانیانو کې ملکي وګړي هم شامل دي.

د رپوټونو پر بنسټ تراوسه کومې ډلې ددې برید مسوولیت نه دی منلی.

دا برید په داسې حال کې ترسره کېږي چې دوې ورځې مخکې د پاکستان د طالبانو تحریک غړو د دې ولایت د پولیسو پر یوه موټر برید وکړ چې په پایله کې یې اووه پولیس ووژل شول او څه د پاسه شل نور ټپیان شوي دي.