نړۍ

نړیوال بانک: په ۲۰۲۴ کال کې به نړیواله اقتصادي وده کمه وي

نړیوال بانک خبرداری ورکړی چې په ۲۰۲۴ کال کې د نړۍ اقتصادي وده، د درېیم پرلپسې کال لپاره پڅه وي او په مخ پر ودې هېوادونو کې به د بې وزلۍ او پورونو کچه لوړه شي.

دغه بانک د هېوادونو ناوړه اقتصادي وضعیت د کووېډ۱۹ ناروغۍ، اوکراین د جګړې او ګرانۍ له امله ګڼي، د «نړیوال اقتصاد لرلید» په راپور کې اټکل کړی چې نړیوال کورنۍ ناخالص تولید سږکال ښايي ۲،۴ سلنه وده وکړي چې په ۲۰۲۳ کال کې له ۲،۶ سلنې، په ۲۰۲۲ کال کې ۳ سلنې او په ۲۰۲۱ کال کې د ۶،۲ سلنې په پرتله یې شاتګ ښودلی دی.

ددغه بنسټ په راپور کې همداراز اټکل شوی چې مخ پر ودې اقتصادونه او نوي بازارونه به سږ کال ۳،۹ سلنه وده وکړي چې په ۲۰۲۳ کال کې د څلور سلنې په پرتله کموالی ښيي. دا کچه له بې وزلۍ د دغو هېوادونو د مخ پر ودې وګړو د وتلو لپاره بسنه نه کوي.

نړیوال بانک اعلان کړی چې د ۲۰۲۴ کال تر پایه، په مخ پر ودې هرو څلورو هېوادونو کې یو تن او د کم عاید لروونکو هېوادونو څلوېښت سلنه وګړي به له ۲۰۱۹ کال څخه لا بې‌وزله وي.

دغه بانک همداراز ویلي چې د ودې د پیاوړتیا یوه لاره، په تېره بیا په نویو او مخ پر ودې بازارونو کې، د ۲،۴ تریلیون ډالري کلنۍ پانګونې وده پر پاکې انرژۍ او موسمي بدلونونو باندې ده.