سوداګري

په هېواد کې د کندهاري خامکي غاړو د بازار ځوړتیا

کندهارۍ خامکي غاړې; که څه هم ګرانې دي، خو مینهوال یې لا هم نه دي کم شوي.

دا غاړې پخوا تر ډېره د کندهاریانو او د دوی د زومانو لپاره ځانګړې وې، خو په دې ورځو کې لیدل کېږي چې کندهاري خامکي غاړو نورو ولایتونو ته هم وړل کېږي او اوس یې په افغانستان کې ډېر مینه وال پیدا کړي دي.

دغه لاسي صنعت چې کندهاري مېرمنې هم په کې ارزښتناکه ونډه لري، اوس په بهرنيو بازارونو کې هم پلورل کېږي.

کندهارۍ خامکي غاړې د کندهار د کلتور او صنعت یوه نه بېلېدونکې برخه ده، چې اوس د کندهار له پولو راوتلې او په کابل او د هېواد په نورو برخو کې هم د خوښې وړ جامې ګرځېدلي دي.

هغه غاړې چې تار- تار یې د ښځو په لاسونو کنډل شوې څو دا صنعت تل پاتې شي.

د کندهارۍ خامکي غاړو پلورونکی حفیظ الله وايي: «پخوا دا یخنونه یوازې په کندهار کې اغوستل کېدل، خو اوس دا یخنونه د هېواد په نورو ولایتونو کې هم اغوستل کېږي او حتی بهرنیو هېوادونو ته هم صادرېږي او زموږ سوداګري د ودې په حال کې ده.»

پخوا دا خامکي غاړې د کندهاري زومانو لپاره ځانګړې وې، خو اوس دغو غاړو د ډېرو افغانانو کورونو ته هم لار پیدا کړې.

د کندهارۍ خامکي غاړو پلورونکی عبدالخالق وايي: «په کندهار کې د کندهاري زومانو لپاره د دغو یخنونو اغوستل لازمي و، خو اوس دا طريقه په هرات او د هېواد په نورو ولايتونو کې دود شوې ده او ډېر ځوانان له دغو یخنونو کار اخلي.»

خو دا چې دغه غاړې ګران بيه دي او تر شل زره افغانيو پورې پلورل کېږي، په هېواد کې د بېوزلۍ له زياتېدو سره د ځايي هټيو د پلور بازارونه کم رنګه شوي دي.

د کندهاري خامکي غاړو پلورونکی آغا محمد وايي: «داسې وختونه هم راغلي چې يوه غاړه موږ ته په اته زره افغانۍ تمامه شوې ده، خو موږ د مجبورۍ له مخې په پنځه زرو افغانيو پلورلې او ډېر کله مو له درې تر څلورو زرو افغانيو پورې تاوان کړی او په ډېر مشکل سره مو د خپل دوکان کرايه پیدا کړې.»

کندهارۍ خامکي غاړو له کلونو راهیسې کلیوالو ښځو ته د کار زمینه برابره کړې ده.

اوس هغه وړې توليدي فابريکې چې دغه غاړې په ماشين ګنډي او په ټيټ کيفيت او ټيټه بيه يې پلوري د کندهارۍ مېرمنو پر کاروبار یې ناوړه اغېز کړی دی.