سویلي آسیا

په خیبر پښتونخوا کې پر دوو مسافر وړونکو موټرو په برید کې څلور تنه ووژل شول

پاکستاني رسنیو رپوټ ورکړی چې پر دوو مسافروړونکو موټرو د ډزو په پایله کې څلور تنه مړه او درې نور ټپیان شوي دي.

دا پېښه نن یکشنبې سهار مهال د صدې بازار په سیمه کې شوې ده.

د پاکستان امنیتي مسوولینو ویلي چې په قربانیانو کې د دغه هېواد دوه امنیتي پوځیان هم شامل دي.

تراوسه کومې ډلې د دې برید مسوولیت نه دی منلی.

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې په دې برید کې وسله والو په ماشین ګڼو ډزې کړې دي.

دا په داسې حال کې دي چې په تېره یوه اونۍ کې په دغه سیمه کې دا څووم برید دی چې یو شمېر کسان پکې مړه او ټپیان شوي دي.